Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه د ۲۰ مېلیونه ډالرو تړون لاسلیکول

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او نړیوال بانک له افغانستان سره په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د بشردوستانه مرستو په موخه د ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

ټاکل شوې دا مرستې د هېواد په اتوو زونونو او په ۳۴ ولایتونو کې ولګول شي.

د یو‌ان‌ډي‌پي د اعلامیې له مخې، دغه پروګرام به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې عملي شي او موخې یې هم د غیر دولتي او مدني بنسټونو ظرفیت لوړونه او له پراختیايي پروژو ملاتړ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مرستیال سورایو بوزوروکووا وايي: «موږ له نړیوال بانکه په افغانستان کې د غیر دولتي او مدني بنسټونو د ملاتړ له امله چې اوس ورته ډېره اړتیا لري، مننه کوو.»

د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د مالوماتو له مخې، له دې مرستو هدف روغتیايي چارو، زده‌کړو، کرنې او د خوړو مصونیت ته د معلولو او د هغو کسانو لاسرسی دی چې څنډې ته شوې دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري وايي: «له افغانستان سره د یو‌ان‌ډي‌پي مرستې تر اوسه ډېرې ګټورې وې او د دې مرستو دوام کولای شي په افغانستان کې بې‌وزلي له منځه یوسي.»

سره له دې چې اسلامي امارت له حکومتي بنسټونو سره په همغږۍ د دغو مرستو د لګول کېدو غوښتنه کړې، خو باور دا دی چې د نړیوالو د مرستو ډېره برخې د دې پر ځای چې اړمنو ته ورسول شي، د مرستندویه بنسټونو په اداري او نورو لوجستیکی چارو لګول کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یقعوبي وايي: «په‌دې نړیواله مرسته د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول پکار دي، څو هغوی د خپل ژوند لګښتونه پوره کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: «د دې مرستو ۷۰ سلنه د مرستندویه ادارو او موسسو په اداري او لوژستیکي لګښتونو کې مصرفیږي. اړتیا ده چې په عادلانه توګه کورنیو ته نغدي وویشل شي.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو او ورسره له هېواده د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو په وتنې سره غیر دولتي او مدني بنسټونه له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

د اقتصاد وزارت د دغې مرستې ستاینه کوي او په افغانستان کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو مرستو زیاتول ګټور بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه