Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې د امریکا او سعودي ټينګار

د امریکا متحدو ایالتونو او سعودي عربستان په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
 
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د منځني ختیځ هېوادونو ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په کتنه کې پر سیمه ییزو مسایلو سربېره د افغانستان د خلکو پر ملاتړ، د امنیت پرټينګښت او کار او زده کړو ته د ښځو پر لاسرسي ټينګار کړی دی.

دغو دوو جګپوړو چارواکو په یوې ګډې خبرپاڼه کې د امنیت په ټینګښت، له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې، بشري حقونو، او د نجونو د زده کړو په برخه کې د افغانانو له غوښتنو ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ګډې خپرپاڼې په یوې برخه کې راغلي دي:«دواړو لورو د افغانستان د امنیت او په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ. هغوی له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ، د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د تامین، د ښځو د حقونو د خوندیتوب په تېره بیا د نجونو د زده کړو د حق، روغتیايي خدمتونو د زیاتېدو او ښځو ته د کار د حق د ورکولو په برخو کې خپل ملاتړ اعلان کړ.»

ورته مهال د ښځو د حقونو فعاله طاهره ناصري د نجونو د زده کړو په هکله وايي:«لکه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي دي له ښځو د زده کړو حق اخیستل شوی دی او ښځو ته د کار حق نه ورکول کېږي دا ډول وضعیت ښځو ته ډېر دردونکی دی او د وضعیت د بدلون لپاره باید جدي اقدام وشي.»

بل خوا د اروپايي ټولنې چارواکو په بروکسل کې د افغانستان په تړاو یوې جوړې شوې غونډه کې، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر آندریاس فون برانټ وویل:«هغه څه چې د افغانستان په تړاو وویل شول هم ډېر مهم دي او زه فکر کوم چې موږ د پاکستان په تړاو په کافي اندازه نه غږېږو. دا احتمالاً هغه څه دي چې کولای شم، ووایم چې د پاکستان په تړاو باید جدي ګامونه پورته شي او موږ له دې کار سره موافق یوو.»

د امریکا متحده ایالتونه او سعودي عربستان په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو او تندلارو ډلو د ځپلو لپاره له یو بل سره پر همکارۍ ټینګار کوي چې تر دې وړاندې په هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالتیونو په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله څرګنده کړه:«اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه کوري چې دننه په افغانستان کې د هېواد پر ضد فعالیت وکړي او د هغوی په وړاندې په جدي توګه مقابله کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي دي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د بشري حقونو وضعیت په ځلونو خراب شوی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه