د صعنت او سوداګرۍ وزارت سرپرست کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر موخه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ټرانزیټ، د بارتر سوداګرۍ له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو د وارداتو په هکله خبرې اترې بولي.
د پاکستان دغه جګپوړی پلاوی د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ نن دوشنبې کابل ته راغی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډېرې راکړې ورکړې د اسانتیا په هکله به خبرې وشي.
ښاغلي عزیري وویل:«د مسایلو په هکل حتا د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو او ټرانزیټي مسایلو په هکله به هم خبرې وشي. د بارتر ترید چې د دوو هېوادونو په کچه د توکو سوداګري ده او همدارنګه د ډبرو سکرو موضوعګانې دي، خبرې به وشي.»
تمه کېږي چې پاکستان له افغانستان سره څو نور بندرونه رامنځته کړي، خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړی وايي چې د دغو بندرونو رامنځته کېدو ته اړتیا نشه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«پاکستان غواړي چې په نورستان او کونړ ، بري کوټ او ځينو نورو ولایتونو کې نور بندرونه رامنځته کړي.»
ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه وايي چې سوداګر پاکستان ته د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وویل:«په ګمرک کې ستونزې لرو په ځانګړې توګه د تورخم په دروازه کې، د مېوې موسم دی باید اسانیاوې رامنځته شي. د پاکستان له حکومته هیله لرو چې دغه تړون او ژمنې یې د تېر حکومت په څېر نه وي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر بنسټ، افغانستان په ۱۴۰۰ کال کې د څه باندې ۳۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرل، خو له پاکستانه د هېواد د وارداتو کچه کابو ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ته رسېده.
په دې اړه مو اندونه