Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خوړو نړۍوال سازمان به په هېواد کې ۱۵۰زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي

د خوړو نړیوال سازمان غواړي د راتلونکي ژمي لپاره په لېرو پرتو ولایتونو کې ۱۵۰ زره ټنه خوراکي توکي ذخیره او وروسته ووېشي.

د دغه سازمان ویاند وايي، دغې موخې ته د رسېدو لپاره تر ۱۷۰ مېلیونو زیاتو ډالرو ته اړتیا ده او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې د خوړو له نړۍوال سازمان سره مرسته وکړي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستې د څه باندې ۵۰ مرستندویه بنسټونو له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې وېشل کېږي.

د خوړو نړۍوال سازمان ویاند وحیدالله اماني وایي:«د دې لپاره چې موږ وکړای شو دغه اندازه خوراکي توکي په لېرې پرتو ولایتونو کې زېرمه کړو ۱۷۲ مېلیون ډالرو ته اړتیا لرو، نو له نړۍوالې ټولنې غواړو چې ژر تر ژره زموږ په واک کې نورې مالي مرستې راکړي، چې موږ وکړای شو په ژمي کې او له دې مخکې نښلوونکې لارې وتړل شي زېرمه کړو.»

د اقتصاد وزارت وايي، له شپږو میاشتو راهیسې ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو په څه باندې شپږ نیم مېلیونه کسانو خوراکي توکي وېشلي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وویل:«په ټول کې ۸۸ غیر دولتي موسسې فعالیت لري چې ۶۵ یې کورنۍ او پاتې نور یې بهرنۍ دي او د خوراکي توکو د وېش په برخه کې فعالیت لري چې له د ۸۸ موسسو له ډلې ۵۳ بنسټونه یې د خوړو نړۍوال سازمان اړوندې دي چې د «ډپلیو اف پي» له خوا تمویلېږي.»

خو د اقتصادي چارو ځينې شنونکي بیا د خوړو د نړۍوال پروګرام او نورو مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو د وېشنې پر څرنګوالي نیوکې لري.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود څرګندوي:«دغه مرستې سیمې تګلارې نه لري؛ که چېرې د سمو تګلارو پر بنسټ او سمې څارنې پر بنسټ ترسره کړې وای زه فکر کوم تر یوه بریده موخې ته رسېدو.»

د اقتصادي چارو د شنونکو په باور، په هېواد کې د بې کارۍ لوړې کچې ته په کتو به په راروان ژمي کې یو شمېر هېوادوال او په ځانګړې توګه په کلیو او بانډو کې به خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه