Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د افغانستان یو پر درېیمه برخه نفوس د خپلو خوړو په هکله اندېښمن دي"

په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په تړاو د اندېښنو په لړ کې د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې ۱۵ مېلیون تنه چې د دغه هېواد یو پر درېیمه برخه نفوس کېږي، هره ورځ د یو وخت ډوډۍ له خوړلو وروسته دې ته اندېښمن وي چې د بل وخت خواړه به څنګه برابروي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د دغو کورنیو وضعیت د هغوی پر ماشومانو مسقیم اغېز لري او په افغانستان کې ډېری ماشومان د سهارنۍ له خوړلو پرته ښوونځي ته ځي.

په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستیال هارالډ منهارټ وايي:«په افغانستان کې ډېری ماشومان د سهارنۍ له خوړلو پرته ښوونځي ته ځي. د خوړو نړۍوال پروګرام دوی ته د ورځې د لومړي وخت خواړه چمتو کوي. د ښوونځي برخه په افغانستان کې زموږ د فعالیتونو یوه مهمه حوزه ده، ځکه چې پنځلس مېلیونه تنه یا د دې هېواد یو پر درېیمه برخه نفوس نه پوهېږي چې د خپل بل وخت خواړه له کوم ځایه ترلاسه کوي.»

بلخوا د اروپایي ټولنې د استازولۍ شارژدافېره هم تاییدوي چې د لومړنۍ دورې د زده‌کوونکو د ملاتړ په موخه یې د خوړو نړۍوال پروګرام ته ۱۰ مېلیون ډالره ځانګړې کړې دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د استازولۍ شارژدافېره رافایلا ایوډېس څرګندوي:«زه نن واقعاً خوښه یم، وایم چې په دې وروستیو کې مو د لومړنيو ښوونځيو د نجونو او هلکانو د ملاتړ لپاره د خوړو له نړۍوال پروګرام سره یو نوی تړون لاسلیک کړی دی.»

ټاکل شوې ده، دغه پیسې په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د نارینه او ښځينه زده کوونکو د مقوي خوړو پر برابرولو ولګول شي.

 د اقتصادي چارو شنوونکی بهرام رامش طلوع‌نیوز ته وايي:«له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره دې ډېره هڅه وکړي او په هره کچه چې شونې وي، د ښوونیزو فرصتونونو د رامنځته کولو په برخه کې او د بندیزونو د کچې د راکمولو په برخه کې مثبت بدلون راولي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي هم څرګندوي:«دا مرستې دې په منظمه توګه خپلو کورنیو ته اړوندې شي چې هغوی په منظمه توګه او په بنسټيزه توګه د زده‌کوونکو د خوراک او پوښاک په برخه کې رسېدنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ځينو نړۍوالو سازمانونو د ماشومانو په ځانګړې توګه د لومړنیو ښوونځیو وضعیت اندېښمنوونکی بللی او په دې برخه کې یې له هغوی نه د نور ملاتړ غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه