د عاشورا د ورځې په رارسېدو سره، ځينې هېوادوال په دغې ورځ کې د امنیت د څرنګوالي په هکله اندېښمن دي.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې په دغو ورځو کې په سمه توګه امنیت ونیسي.
د کابل اوسېدونکی عمرت الله وویل:«زموږ غوښتنه دا ده چې د امنیت په ټینګښت کې جدي واوسوي، ځکه چې وضعیت چندان ښه نه دی.»
د کابل اوسېدونکې مدینه هم څرګندوي:«اندېښنه لرو چې بیا هم کومه پېښه رامنځته نه شي او غواړو په ډېر دقت سره زموږ امنیت ونیسي.»
د حسینیې کارکوونکی عبدالعزیز هم وايي:«باید له خلکو او تکیه خونو سره همکار واوسي؛ داسې کسان وګوماري چې د امنیت په برخه کې تجربه ولري چې وکړای شي امنیت په ښه بڼه تامین کړي.»
له دې سره په یو وخت د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم د عاشورا ورځې د مراسمو پرمهال د تکیه خانو او جوماتونو د امنیت د خوندیتوب غوښتونکي دي.
قومي مشر حیدر حسیني وویل:«دلته خطر زیاتېږي او زموږ غوښتنه دا ده چې امارت له موږ سره همکار واوسي.»
په دې لړ کې د کابل امنیه قومنداني خلکو ته د عاشورا په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وايي په دې هکله یو کمېسیون هم جوړ شوی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ څرګندوي:«د امنیت د تامین لپاره یې کمېسیون جوړ شوی دی او همدا ډول ورته ویل شوي دي چې مراسم په خپلو تکیه خونو کې ترسره کړي.»
دا په داسې حال کې دي چې د چهارشنبې په ورځ د داعش ډلې غړو د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند کارته سخي سیمه کې یوې تکیه خانې ته نږدې برید کړی و. د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره په دې پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه امنیتي کسان ووژل شول او څلور نور پوځیان ټپیان شوي دي، په دغه نښته کې څو تنه بریدګر ووژل شول.
په دې اړه مو اندونه