د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د اسلامي امارت رهبر د فرمان له مخې، پهدې وزارت کې د تحصیلي نصاب ریاست جوړ شوی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند زیاتوي، د دې ریاست موخه به د اسلامي احکامو او قوانینو، د کار بازار د اړتیاوو او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د هیواد د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب بیا کتنه او پراختیا وي.
د لوړو زدهکړو وزارت د ویاند په خبره، دا ریاست به ۶ امریتونه او ۵۲ کارکوونکي ولري.
احمد تقي وویل: «موږ د نصاب د بیاکتنې لپاره مختلف کمېسیونه جوړ کړل، د ټول هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو متخصصین او نمایندهګان مو راوغوښتل، یو شمېر ناستې وشوې او په نصاب باندې نظر ثاني وشوه.»
ورته مهال یو شمیر استادان له لوړو زدهکړو وزارته غواړي چې په پوهنتونو کې د دیني مضمونونو د کرېډېټ له زیاتولو سره د علمي مضمونونو کرېډېټ هم باید زیات شي.
د پوهنتون استاد فضلالهادي وزین وايي: «باید په پام کې ونیول شي چې دا پرمختیا او وده باید د علمي معیارونو پر بنسټ او له سیاسي ملحوضاتو لرې تر سره شي.»
د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق وايي: «د پوهنتونو په نصاب کې بدلون باید شعاري نه، په علمیي دلایلو ولاړ اوسي. که د اسلامي ثقافت د ساعتونو او کرېډېټ زیاتوالی اړین دی، د هغې تر څنګ د نړۍ د ایجاباتو سره سم عملي او تحققي مضامین باید هم زیات شي.»
له بل لوري یو شمېر زدهکړیالانې له لوړو زدهکړو وزارته غواړي چې د تحصیلي څانګو پر بنسټ یې د مضامینو کرېډیټونه زیات کړي.
یوه زدهکړیاله مرسل وايي: «موږ چې د حقوقو د پوهنځي زدهکړیالانې یوو، باید د حقوقو اړوند مضمونونه ولولو، خو دلته برعکس دی، راغلل موږ ته یو سمسټر تجوید وړاندې کوي او څلور کرېډېټه ثقافت.»
څه موده مخکې د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې وه چې په پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو په مرکزونو کې باید تحصیلي نصاب د اسلامي احکامو له مخې اصلاح شي. د افغانستان د پوهنتونونو درسي نصاب د پوهنتونونو د کدرونو له لوري د یونېسکو تر څار لاندې جوړ شوی وو.
په دې اړه مو اندونه