Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت د ۷۰۰ خیالي ښوونځيو له لغوه کېدو خبر ورکوي

د پوهنې وزارت وایي چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته یې په ټول هېواد کې د شاوخوا د ۷۰۰ لومړنیو او منځنیو خیالي ښوونځیو تشکیلات لغوه کړي دي.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه وایي چې دم‌ګړۍ د پوهنې په سکتور کې په هېڅ ښوونځي کې خیالي زده‌کوونکي او ښوونکي نشته.

ښاغلی حمزه طلوع‌نیوز ته وايي:«په تېرو کلونو کې هغه ښوونکي، زده‌کوونکي او ښوونځي چې خیالي وو، اوس يې سل سلنه مخنیوی شوی او د پوهنې په سکټور کې اوس‌مهال هېڅ خیالي ښوونکی، زده‌کوونکی او ښوونځی شتون نه‌لري.»

ورته مهال د ښوونځيو ځينې ښوونکي په هېواد کې د خیالي ښوونځیو له پېژندلو او د تشکیلاتو له لغوه کېدو یې خوښ دي او ټینګار کوي چې د پوهنې په سکتور کې باید هېڅ ښوونځي کې خیالي زده‌کوونکي او ښوونکي ته ځای ورنه‌کړل شي.

ښوونکی میرویس ستانکزی په دې هکله وايي:د پوهنې وزارت څخه مو غوښتنه دا ده چې باید د پوهنې په سکټور کې هېڅ خیالي ښوونځي، ښوونکي او زده‌کوونکي ته ځای ورنه‌کړي؛ ځکه یو خیالي ښوونځی د پوهنې سکټور له ستونزو سره مخ کوي.»

ښوونکی ذبیح‌الله ندا هم څرګندوي:«د پوهنې وزارت باید په دې برخه کې لا ډېر پام وکړي او په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې ټول خیالي ښوونځي، ښوونکي او زده‌کوونکي له منځه یوسي.»

د خصوصي ښوونځیو د سراسري ټولنې رییس محمد عظیم میدانوال هم زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت چې د پوهنې په سکټور کې د خیالي ښوونځیو، ښوونکو او زده‌کوونکو په تړاو اقدام کړی، موږ يې هرکلی کوو او دا ډېر ښه کار دی.»

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸ زره لومړني او منځني ښوونځي او لېسې شته چې په وینا یې په دغو ښوونځیو کې شاوخوا ۲۶۰ زره ښوونکي په تدریس بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه