Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو ښوونیز بنسټ کابل کې څه باندې زرو نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې

په کابل ښار کې یو ښوونیز بنسټ له زرو ډېرو نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د دې بنسټ مسوول وایي، ځینې بهرني بنسټونه یې ملاتړ کوي، خو اوس یې ملاتړ کم شوی دی.

د ښوونیز بنسټ مسوول حاجي میرویس وايي: «کله چې د اسلامي امارت حکومت راغی، زموږ د زده‌کوونکو په تېره د نجونو زده‌کوونکو شمېر ډېر شو، ځکه پر وړاندې یې د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او هره یوه د یوه هیلې لپاره راځي.»

هانیه او سمیرا چې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې دي، وایي، د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو د پرانېستل کېدو هېڅ نښې نښانې نه ويني.

زده کوونکې  هانیه وايي: «نه یوازې زه، بلکې په افغانستان کې مېلیونونه نجونې له زده‌کړو پاتې دي. ولې دا زموږ حق نه‌دی؟ موږ خپل حق غواړو، موږ غواړو زده‌کړې ولرو او درس ووایو.»

زده کوونکې سمیرا وايي: «د ښوونځي کالي مې چمتو کړل، ویل مې لاړه شم، ښوونځي ته چې لاړو، له بده مرغه د ښوونځي دروازه تړل شوې وه. ویل، پیل شوی نه‌دي.»

له دې سره هم‌مهاله د ښځينه زده‌کوونکو یو شمېر کورنۍ د پاتې نجونو ښوونځيو د ژر تر ژره پرانېستل کېدو غوښتنه کوي.

د یوې زده‌کوونکې مور  شکریه وايي: «ښوونځي دې پرانیستل شي چې نجونې ورته لاړې شي، یو کال وشو چې نجونې ښوونځيو ته نه‌دي تللي. له درسونو بېخي پاتې شوې دي. موږ په همدې خاطر دې ښوونځي ته راوړي چې له خپلو درسونو پاتې نه‌شي او ښوونځي باید پرانیستل شي.»

اخوا د دې بنسټ یو شمېر ښوونکې وایي، په دې بنسټ کې په وړیا ډول درس ورکوي.

ښوونکې ثنا‌ء وايي: «زړونه یې بېخي مات شوي دي، موږ وغوښتل چې دلته راشو او د هغوی لپاره یو هیله شو او لږ تر لږه وخت یې همداسې تېر نه‌شي، دلته راشي او خپل درسونه پر مخ یوسي.»

تر دې وړاندې د پوهنې وزارت سرپرست ویلي وو چې د نجونو د ښوونځيو نه پرانېستل کېدل شرعي اړخ نه؛ بلکې کلتوري اړخ لري.

څه باندې یو کال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د زده‌کوونکو پرمخ تړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه