په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی وايي، د اسلامي امارت د څو چارواکو د سفرونو د معافيت د غځېدو په اړه وروستی پرېکړه به د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري ونيول شي.
نصير احمد فايق طلوعنیوز ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، له څو ورځو راهیسي پهدې اړه خبرې روانې دي او ښايي د اسلامي امارت د ۱۳ لوړپوړو چارواکو د سفرونو معافيت وغځول شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازی نصير احمد فايق وايي: «ځينې هېوادونو د سفرونو د معافيت له تمديد سره مخالفت ښودلی، خو ځينو يې ملاتړ کړی. امکان لري چې وغځول شي، خو له ځينو بېلابېلو شرطونو سره. ټاکل شوې ده چې سبا [شنبه] پهدې اړه وروستۍ پرېکړه وشي.»
په وروستيو مياشتو کې د بشري حقونو د څار بنسټ او ځينو نورو بيا بيا ځلې له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې که اسلامي امارت د افغان نجونو حقوقو ته پاملرنه ونهکړي؛ نو دوی هم بايد سفر اجازه ونهلري.
ورته مهال د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هيدر بار وايي: «د بشري حقونو د څار بنسټ او یو شمېر نورو سازمانونو له څو میاشتو راهیسې د طالب مشرانو د سفرونو د معافیت د نه غځولو غوښتنه کړې ده. په حقیقت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالبانو یو شمېر نور نومونه هم د سفر د معافیت په لېست کې شامل کړي. زموږ برداشت دا دی، تر څو چې طالبان د افغان ښځو او نجونو د زده کړو او نورو حقونو څخه انکار کوي، دوی ته هم بايد بشپړه ازادي ورنکړل شي.»
بلخوا د سياسي چارو کارپوهان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو د سفرونو د معافيت د تمديد په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي: «نړیوال باید افغان چارواکو ته وخت ورکړي، د افهام او تفهیم دروازې بندې نهکړي او دوی ته نور وخت هم ورکړي چې له نړۍ سره د افغانستان د بحران په اړه ښې خبرې وکړي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لوړو زدهکړو د وزير او د پوهنې وزارت د مرستيال سيد احمد شهیدخېل د سفرونو معافيت دوه مياشتې وړاندې ختم او د ۱۳ نورو د دوه مياشتو لپاره تمديد کړ چې د جمعې د ورځې تر پایه دغه معافیت بيا ځلې پای ته رسېږي.
په دې اړه مو اندونه