Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرولو د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار

د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو مسوول افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستې له ټينګار سره ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت شاتګ لرلی چې دا چاره اندېښمنوونکې ده.

د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو مسوول مارټین ګرېفېټس له «سي جي ټي اېن» ټلوېزیون سره په مرکه کې افغانستان کې د ښځو د حقونو پر رعایت ټينګار کړی دی.

ښاغلي  ګرېفېټس وویل:«ښځې او نجونې د خپلو حقونو په برخه کې له اندېښمنوونکي وضعیت سره مخ دي.»
 
د شبانې نوري یوه ویډيو چې د نجونو د ښوونځي او زده کړو په هکله یو شعر ویل شوی، په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي او د دغو شبکو ګڼو کارونکو خپره کړې ده. شبانه نوري د دولسم ټولګي زده کوونکې ده.

پېغلې نوري طلوع نیوز ته وویل:«دا شعر مې د هېچا په خلاف نه وو ویلی دا مې د خپل د زړه درد ویلی و، لکه څرنګه چې تاسې وویل د نجونو ښوونځي له یوه کال راهیسې بند دي.»
 
بله زده کوونکې پروانه هم وايي:«غواړو چې ښوونځي پیل شي او دا زموږ حق دی او موږ باید خپل حق ترلاسه کړو.»

ښوونکې محسنه صبور هم څرګندوي:«ښوونځي پرانیزئ، زه باوري یم چې سرپرست حکومت له سیاسي پلوه له بهرنیانو سره په مذاکراتو کې د چنې وهلو لپاره د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي؛ ځکه د ښوونځي پرانیستل نه شرعي ستونزه لري او نه هم کلتوري.»

تر دې وړاندې د نجونو د بښنې نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي دي چې د افغان نجونو او ښځو بنسټیز حقونه سلب شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي:«ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې شوي او له تیاره راتلونکي سره مخ دي. له تحصیل او یا په عمومي فضا کې د ګډون له امکانه محرومې شوې دي.»

د پوهنتون استاد طارق فرهادي وویل:«په دې کې شک نشته چې ډېر تر فشار لاندې راغلي دي او اړینه ده چې حکومت په دې هکله غور وکړي او وویني چې د افغانستان خلک څومره ښه دي؟ دا ښه ده چې سوله وي او ښځې وکړای شي زده کړې وي درس ووايي؟»

د ښځو د حقونو فعاله آی نور اوزبیک هم په دې هکله څرګنده کړه:«یو کال کېږي چې د ښوونځيو دروازې تړلې دي، مسوولان او نړۍوال بنسټونه، له دې پرته چې وضعیت نور هم کړکېچن کړي، له دغه وضعیته د وتلو لپاره عملي اقدام نه کوي.»

دا په داسې حال کې ده، څه باندې یو کال کېږي، چې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورو ښوونځي تړلې دي. د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ویلي دي چې د نجونو د ښوونځيو پرانیستل کېدل د اسلامي امارت د مشر په پرېکړې پورې تړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه