Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یوې میاشتې سېلابونه؛ تول هېواد کې څه باندې ۱۸۰ تنه مړه شوي

په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر څه باندې ۱۸۰ تنو ته رسېدلی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې دغو مرګونو سېلابونو د هېواد په شلو ولایتونو کې د ځاني زیانونو ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي:«د دولت وزارت هڅه کوي چې لومړی ټولو زیانمنو ته لومړنۍ مرستې برابرې کړي. وروسته په مرکز او ولایتونو کې له موسسو سره ناستې ولرو چې له زیانمنو سره مرستې وشي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، په دې سېلابونو کې څه باندې درې زره کورونه او زرګونه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د ارزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس آغا ولي قریشي وویل:«د ارزګان په مرکز او ولسوالیو کې ، ۳۵۶۰ کورونه ویجاړ شوي دي کابو ۲۲ تنه مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.»

له دې سره سم، اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان وايي، په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځ، سوېل او مرکزي سیمو کې شدید بارانونه اورېدلي او له امله یې سېلابونه هم راغلي دي.

دغه سازمان له غړو هېوادونو او نورو مرستندویانو غواړي چې، په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره خپلې مرستې ګړندۍ کړي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په یوه ټویټ کې لیکلي:«په راتلونکو ورځو او اوونیو کې به یو زیات شمېر کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.»

د ارزګان اوسېدونکی جاوېد خپلواک وايي:«مرسته نشته، کومه ده؟ تر ننه مرسته نشته، ژمنه کوي خو مرسته نشته.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، سملاسي یې سېلاب ځپلو ته د اوسېدو ځای برابر کړی؛ خو په وینا یې لا تر اوسه په کافي اندازه بودیجه نه لري چې، ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو او نورو مرستندویانو غواړي چې، په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره خپلې مرستې ګړندۍ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه