د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي، اسلامي امارت د نجونو د زدهکړو مخالف نهدی او دمګړۍ په افغانستان کې مېلیونونه نجونې په لومړنیو ښوونځیو کې په زدهکړو بوختې دي.
که څه هم په هېواد کې د نجونو د متوسطو او لېسو له تړل پاتې کېدو څه باندې یو کال تېر شو؛ خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس له "فاکس نیوز" سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې سرپرست حکومت ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره مخالف نهدی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: «"موږ د ښځو د زدهکړو مخالف نه یوو. دا د ټولو لپاره یو نړۍوال حق دی. دویم دغه تصویر هغه ډول نهدی چې زموږ د مخالفانو له لوري ښودل کېږي. همدا اوس د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۴۵۰ زره زدهکړیالان پر زدهکړو بوخت دي. د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې مېلیونه نجونې زدهکړې کوي. خصوصي لېسې خلاصې دي.»
د ښځو د حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي: «د نجونو ښوونځیو پرانیستل د ښځو د حقونو تامین نهدی، کله چې د افغان ښځو او د هغوی د حقونو په اړه بحث کېږي، دا د افغانستان له نیمې ټولنې نه زیات بحث دی.»
بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په یوه ټویټ کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د پاتې ښوونځيو پر پرانېستنې ټينګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون لیکلي: «کله-کله تعجب کوم چې ایا موږ د نجونو د ښوونځيو په تړاو ډېرې خبرې کوو چې ګنې دا د بشري حقونو په برخه کې یوازېنۍ اندېښنه ده او یا دا چې افغانان به هغه مهال راضي شي چې دې ستونزې ته رسېدنه وشي، خو بیا وایم تر هغې چې دېې ستونزې ته رسېدنه و نهشي، نور حقونه به هم رعایت نهشي. د ښوونځیو بیا پرانېستنه په لومړي سر کې ده.»
د ښځو د حقونو فعاله محسنه صبور وايي: «د ښوونځو د پرانیستلو غوښتنه باید موږ له نورو حقونو څخه لرې نهکړي، پهدې کې شک نهشته چې زموږ لومړۍ غوښتنه ښوونځیو ته د نجونو ستنېدل دي، خو دا له نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومه د افغانانو یوازېنۍ غوښتنه نهده.»
د بشر حقونو فعاله او د معترضو ښځو د ټولنې غړې ذکیه زهادت وايي: «پهدې کې شک نهشته چې د طالبانو له راتګ وروسته موږ د ښځو پر وړاندې د بېساري تاوتریخوالي شاهدان یوو. موږ ولېدل چې افغان ښځې له لومړنیو حقونو بېبرخې شوې، د کار له حقه، د زدهکړو له حقه، د خپلواکۍ له حقه او د سیاسي مشارکت له حقه بېبرخې شوې دي.»
ورته مهال یو شمېر نجونې زدهکوونکې یو ځل بیا له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځيو دروازې یې پر مخ پرانیزي.
زدهکوونکې تمنا وايي: «یوه بېسواده ټولنه چې په هغې کې که سړي یا ښځې وي، نهشي کولای پرمختګ وکړي، موږ هم حق لرو چې پرمختګ وکړو او خپله ټولنه د پرمختګ پر لور یوسو.»
زدهکوونکې ویژه وايي: «له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې پر طالبانو فشار راولي، څو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر تر ژله پرانیزي.»
تر دې مخکې سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې پهدې تړاو به ډېر ژر پرېکړه وشي، خو د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره لا هم دا پرېکړه وروستۍ شوې نهده.
په دې اړه مو اندونه