Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیویارک کې د یوې محکمې له خوا د افغانستان د شتمنۍ د مصادرې ردېدل

په نیویارک کې یوې محکمې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ د سپټمبر د ۱۱ پېښې کورنۍ ته د غرامت ورکړې غوښتنه رد کړې ده.

د دغې محکمې قاضي سارا نټبرن ویلي دي د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو څخه د غرامت ورکړه د دغې محکمې له واکه وتلې خبر ده.

ورته مهال په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د نیویارک محکمې د قانوني او حقوقي دلایلو پر بنسټ د قربایانو د کورنیو د وکیلانو ادعا رد کړې ده.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دايي استازولۍ زیاته کړې ده چې د افغانستان د پانګې د خوندیتوب لپاره امریکا کې له ځينو مدني او ځينو غیر دولتي بنسټونو سره دفاعیې ترتیب او وړاندې کړل شوې دي.

ښاغلي فایق ویلي دي:«نن له نېکه مرغه د نوموړې محکمې له پرله پیسې او بېلابېلو غونډو او د مسوولې قاضي خپل وروستی نظر او پایله یې اعلان کړې او دغه پرېکړه د حقوقي او قانوني دلایلو پر بنسټ د سپټمبر د ۱۱ قربانیانو کورنیو وکیلانو دعوا رد کړې ده او دواړو لوریو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړل شوی د دغې پرېکړې د مخالفت په صورت کې کولای شي خپل اعتراض په نوموړې محکمه کې په لیکنې بڼه تسلیم کړي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی اصف ننګ وايي:«که چېرې د یوه هېواد او د ملتونو حق یوه محکمه په دې ډول وېشلای، زه فکر کوم چې د ملکونو ترمنځ دغه حقوقي ناورین یعنې د انسانانو حقوق په نړۍواله بڼه تر پوښتنې لاندې راتلل او د هر هېواد حقوق اعتباري حیثیت او حکمي شخصیت لري، هغه هم زیان لیده.»

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود هم څرګندوي:«موږ باید مالي ملاتړ وساتو، ملاتړ د لګښت وړ نه دی ملاتړ د پانګونې واړ دی باید وساتل شي او د دې ازادول چې په هر هېواد کې وي یا په افغانستان کې یا په یوه بل ځای کې بیا هم په حقیقت کې باید پرې سخت سیاست وکاروو او هغه باید موږ وساتو.»

لس کاله مخکې د سپټمبر د ۱۱ پېښې د قربانیانو د کورنیو د ۱۵۰ تنو د شکایت په دوام، په امریکا کې یوې محکمې حکم وکړ چې د دغې حادثې د قربانیانو کورنیو ته اوه مېلیارد ډالر غرامت واخلي چې افغانستان ته د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته، د دغو کورنیو مدافع وکیلان د غرامت غوښتنه وکړه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د نیویارک محکمې دا اقدام ستايي.

ښاغلي کریمي وايي:«هر کلی کوم یو ښه ګام دی، دا روښانه او څرګنده ده چې د سپټمبر ۱۱ پېښه کې افغانانو لاس نه درلود، هغه پیسې چې اوس کنګل شوې دي د افغانستان د خلکو اقتصادي ملاتړ دی هیله ده چې ازادې شي.»

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه فرمان کې د نیویارک په یوه بانک کې د افغانستان مرکزي بانک د کنګل شویو د اوو مېلیارد ډالرو له جملې درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالره یې افغانستان کې اقتصادي او بشري کړکېچونو ته د رسېدنې په پار جواز صادر کړ. او حکم یې وکړ چې د دغو پیسو نیمې نورې د سپټمبر د قربانیانو د کورنیو د ادعاګانو په هکله دې محکمه پرېکړه وکړي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د نیویارک محکمې دا اقدام ستايي او وايي چې افغانانو د سپټمبر د ۱۱ په پېښه کې لاس نه درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه