Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پلازمېنه کې د هغو ښځو شمېر ډېر شوی چې د سرک تر غاړې توکي پلوري

په ورستیو ورځو کې په پلازمېنه کې د واټونو تر غاړې د توکو پلورونکو ښځو شمېر زیات شوی. دغه ښځې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله سخت کارونه کوي.

د بي‌بي کو په نوم یوه ښځه چې په پلازمیني کې یوه ښوونځي ته څېرمه توکي پلوري، وايي، د کورنۍ یوازینۍ کټیالۍ ده او ځوان زوی یې په یوه امنیتي پېښه کې معیوب شوی چې د کار کولو توان نه لري.

نوموړې په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «زما اتلس کاله کېږي چې دلته کار کوم، او تر اوسه مې څوک نه‌دي لېدلي چې یو چا راته یوه افغانۍ لاس کې راکړې وي.»

په وروستیو میاشتو کې د کابل د واټونو تر څنګ د ښځینه پلورونکو شمېر زیات شوی دی. یوه بله ښځه نازیین واټ په واټ ګرځي، څو زړې جامې راټولې کړي او بېرته یې وپلوري.

نازنین وايي: «له حکومت غواړم چې په یوه ځای کې دنده ولرم او د سرک له سر او سرګردانۍ څخه خلاصه شم.»

ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ښځو ته د کار د زمینې برابرولو لپاره په یوه پلان کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت وايي: «بې‌سرپرسته ښځې چې سړي نه‌لري او یا کوچنیان لري او د کورنۍ یوازینۍ ګټیالي دي، موږ ورته پلان لرو چې د اسلامي نظام او شرعي حجاب په چوکاټ کې ورته په خپلو کورونو کې کار پیدا کړو.»

له دې مخکې، د ملګروملتونو په شان یو شمېر سازمانونو راپور ورکړی و چې د افغانستان نیمايي وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او کافي خواړه نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه