Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیل‌زاد: واشنګټن او اسلامي امارت دې د دوحې هوکړه‌لیک عملي کړي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې له امریکا او اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې د دوحې هوکړه‌لیک عملي کړي.

نوموړی په دې اند دی چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو یوازینۍ لار د دوحې هوکړه‌لیک بشپړ عملي کول دی.

هغه زیاتوي، سرپرست حکومت باید له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ځینې مسایلو له هغې ډلې د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدو ته بیا کتنه وکړي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکینی استازی  زلمی خلیل‌زاد وايي: «امریکا او طالب دې کېني او د هغو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي چې د دوحې په هوکړه‌لیک کې موجود و او عملي شوي نه‌دي، د بېلګې په ډول د ترتیباتو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، د مذاکرې له لارې د یوه حکومت راتلل.»

په‌دې مرکه کې د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی استازی د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل او د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید په خپلو وروستیو پرېکړو په تېره بیا د نجونو د ښوونځيو پر نه پرانېستلو بیا کتنه وکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد وايي: «طالبان غواړي چې یوه مشروع حکومت ولري او د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي او افغانستان پیاوړی شي او افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي. دوی باید یو ځل بیا فکر وکړي، نه د نړۍ لپاره، بلکې د خپلو خلکو لپاره.»

زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا اسلامي امارت د دوحې هوکړه لیک پر نقض تورنوي او وایي،ډاډ من دی،چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی. خو اسلامي امارت تر اوسه دغه پېښه نه ده تایید کړې .

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکینی استازی  زلمی خلیل‌زاد وايي: «مطمئین یم چې دا کار شوی دی، حتماً طالبان هم په‌دې باندې پوهېږي او خبر دي او دوی یو مشکل لري چې څه ډول دغه پېښې تشریح کړي چې ولې یو داسې کار وشو، ځکه چې دا د دوحې موافقې خلاف و.»

په دې مرکه کې ښاغلی خلیل زاد په هېواد کې د اوسني وضعیت یو لامل د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني  له لوري د هېواد پرېښودل ګڼي او وايي،چې اسلامي امارت دې دا فرصت له لاسه نه ورکوي او د یوه پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره دې کار وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه