Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانکور ازموینې نه مشخص کېدو زده کوونکي ناهیلي کړي

ځينې زده کوونکي له اسلامي امارته غواړي چې د کانکور ازموینې د اخیستو وخت دې مشخص کړي.

دغه زده کوونکي دغه راز وایي، چې د دې ازموینې ځنډ دوی د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي کړي دي.

مرتضی هغه زده کوونکی دی چې هره ورځ په هټۍ کې د کار ترڅنګ درس هم وایي. هغه غواړي چې ډاکتر شي خو د کانکور آزموینې د وخت نه روښانه کېدو نوموړی ناهیلی کړی دی.

زده کوونکی مرتضی وايي:«شپږ یا اوه میاشتې کېږي خو د کانکور ازموینې هېڅ څرک نه لیدل کېږي که چېرې اسلامي امارت کوم ځواب لري موږ ته دې وايي.»

له بلخوا، یو شمېر زده کوونکي د دې آزموینې د وخت نه روښانه کېدل د پوښتنې وړ بولي.

زده کوونکې مسعوده څرګندوي:«له لوړو زده کړو وزارت څخه هیله کوو چې د کانکور ازموینې لپاره اقدام وکړي ډېر وخت کېږي چې د کانکور اماده ګي وایوو.»

زده کوونکی احمد مصور هم وايي:«ایا له موږ څخه د کانکور ازموینه اخلي یا نه یې اخلي هېڅ نه پوهېږو زموږ راتلوونکی نامعلوم دی او ډېر پرېښانه یوو.»

له دې سره په یو وخت یو شمېر زده کوونکي د کانکور په آزموینه کې د ځنډ د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

ښوونکي محمد نذیرجمشېدي وویل:«د اوږدې مودې لپاره د تحصیلي کړۍ پرې کول ډېر خطرناک دي. که چېرې سږکال موږ پوهنتون پیل نه کړو او لومړی ټولګی ونه لرو کال ته دویم ټولګۍ نه لرو او که چېرې همداسې دوام وکړي موږ څو کاله وروسته به نوي فارغان ونه لرو.»

له پراخو هڅو سره سره په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو د نظر په اخیستو بریالي نه شوو؛ خو له دې مخکې د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې دا ازموینه به له وږي میاشتې وروسته په ټول هېواد کې د ۲۰۰ زره زده کوونکو په ګډون ترسره شي.
 
له بلخوا، یو شمېر زده کوونکي د دې ازموینې د وخت نه روښانه کېدل د پوښتنې وړ بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه