پوهنې وزارت په یو ټویټ کې لیکلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوهنې د پراختیا د پروګرام مشر ران مک کامن پلان لري، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ماشومانو او ځوانانو لپاره انلاین زده کړې پیل کړي.
د پوهنې وزارت ویلي:«د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر د امریکا د پوهنې د پراختیا پروګرام له مشر ران مک کامن سره لیدلي دي. په دغې لیدنه کې ښاغلي کامن ویلي دي هغوی د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو د انلاین سیسټم د جوړولو غوښتونکي دي.»
خو د پوهنتون یو شمېر استادان په دې باور دي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د ستونزو او د برېښنا د نشتوالي له امله دا کار عملي نه ښکاري.
د پوهنتون استاد شاه پور بارز وايي:«د افغانستان ماشومانو ته پاملرنه له هرې ممکنې لارې د ستایلو وړ ده او مرستندویه هېوادونه باید په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړي؛ خو مشخصاً د انلاین زده کړو په هکله په افغانستان کې چندان اغېزناک نه دي.»
د ښوونې او روزنې د برخې فعاله مریم معروف آروین هم څرګندوي:«په انلاین توګه زده کړې کولای شي چې د افغانستان له بچیانو سره مرسته وکړي چې دغه محرومیت ډېر تجربه نه کړي خو نه شي کولای چې د حضوري زده کړو په څېر اغېز وي.»
د پوهنتون یو شمېر استادان وایي، چې حکومت باید له نورو پروګرامونو مخکې د نجونو ښوونځي پرانیزي چې د مېلیونونو زده کوونکو برخلیک ور پورې تړلی دی.
د پوهنتون استاد حکمت میرزاده وویل:«انلاین زده کړې له محدودیتونو سره مخ دي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې خلک برېښنا او انټرنېټي امکاناتو ته لاسرسۍ نه لري.»
د شمېرو له مخې، په وروستي یوه کال کې له یو میلیون و درې سوه زرو زیاتې نجونې ښوونځيو ته له تګ نه محرومې شوې دي.
زده کوونکې یسرا وايي:«یو کال تېر شو او بل کال هم تېرېږي نو څه وخت ښوونځي پرانیزي.»
تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولانو ویلي دي، چې د نجونو د پاتې ښوونځيو پرانیستل کېدل د اسلامي امارت د مشر په پرېکړې پورې تړلي دي، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه پرېکړه به کله کېږي.
په دې اړه مو اندونه