Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اولسمې ناحیه کې د ځينو کورونو د ویجاړولو له حکمه د خلکو شکایت

د کابل ښار د اولسمې ناحیې ځينې اوسېدونکي وايي چې د کابل ښاروالۍ له دې پرته چې دوی ته سرپناه په پام کې ونیسي، د دوی د کورونو د ویجاړولو حکم یې ورکړی دی.

دوی وايي چې په اوسني وضعیت کې د اقتصادي ننګونو له امله نه شي کولای چې بل کور وپېري.

عبدالخیر چې د کابل د اولسمې ناحیې اوسېدونکی دی وايي، د کابل ښاروالۍ په لارښوونه دې ته اړ شوی چې، خپل کور وران کړي.

هغه وايي:«ما پنځلس کاله مخکې دغه کور په ۱۵ لکه وپېره؛ خو ښاروالۍ راغلې ویلي یې دي چې ویجاړ یې کړئ چې له دې ځایه سړک تېرېږي.»

د دغې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی دمګړۍ په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دي او د بل کور د پېرلو وس نه لري.

د کابل اوسېدونکي عبدالرحمان وویل:«کورنۍ مې له دې ځایه بوتله په کلي کې په باغ کې مې خیمه وهلې ده.»

د کابل بل اوسېدونکی خواجه محمود وايي:«زموږ کورونه له سړکه لرې دي که چېرې د سړک د جوړولو پلان وي هغه ستره ویاله چې د سړک په منځ کې ده هغه ویجاړه کړي او سړک دې لوی کړي زموږ د کورونو د ویجاړولو لپاره باید جبران خساره راکړي.»

له بل لوري د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، دوی د کابل- شمال د لویې لارې د پراخېدو لپاره په دغې ناحیه کې د ۱۲۰ کورونو د ورانېدو لارښوونه کړې ده.

د دوی په وینا، د هغو کسانو چې په دې لړ کې یې کورونه ورانیږي د هغو د کورونو پر ودانیو لګول شوې پیسې ورکوي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی څرګندوي:«د هغو کسانو لپاره چې کورونه یې ویجاړېږي په جدول کې د تعیین شوي نورم په مطابق، د کورونو د ویجاړولو د سلنې پر بنسټ یې پیسې ورکول کېږي البته د ځمکې پیسې نه ورکول کېږي ځکه چې ځمکه دولتي ده یوازې د ودانۍ پيسې یې له څېړنې او محاسبې وروسته ورکول کېږي.»

کابل ښاروالي وايي، دغه بنسټ په پام کې لري چې، د ښاري پروژو د عملي کېدو لپاره په څلورمې، پنځمې او پنځلسمې ناحیو کې ټول غیر پلاني کورونه وران کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه