Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوټرېش: اسلامي امارت دې ژر تر ژره د نجونو پر زده کړو محدودیت لرې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي چې اسلامي امارت باید ژر تر ژره د نجونو پر زده کړو بندویزونه دې لرې کړي.

ښاغلي کوټرېش د «ښوونیز بدلون» په نوم غونډه کې چې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شوې ده وایي چې له بتعیض پرته باید په افغانستان د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي او نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش زیاته کړه:«زه له همدغه دريځه پر افغان چارواکو غږ کوم چې زده کړو ته له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر لاسرسي محدودیتونه لېرې کړي. ښوونځي باید له تبعیض پرته پرانیستل شي. موږ باید ښوونیز یو کال چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له امله ضایع شو، جبران کړو.»

په دې غونډه کې د افغانستان د روباټ جوړوونکو نجونو د ډلې یوې غړې په خپله وینا کې له نړۍوالو ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو زده کړو ته پاملرنه وکړي.

د افغان روباټ جوړوونکې ډلې غړې سمیه فاروقي وايي:«تاسي باید هغوی چې شاته پاتې دي، هېرنه کړئ. هغوی چې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري. له ما او مېلیونونه افغان نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړئ.»

بل خوا زده کوونکې وایي، چې د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو له تشو ژمنو ناهیلې شوې دي.

زده کوونکې هدیه وايي:«موږ نجونو د زده کړو انګیزه او روحیه له لاسه ورکړې ده او څه وخت پرېکړه کېږي. زه هم وایم چې څه وخت تصمیم نیول کېږي چې زموږ ښوونځي زموږ پر مخ پرانیستل شي.»

بل زده کوونکې فاطمه هم وايي:«اسلامي امارت باید نجونو ته اجازه ورکړي چې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي او د یوه هېواد پرمختګ په زده کړو پورې تړلی دی نه یوازې د هلکانو په زده کړو پورې بلکې نجونې هم باید زده کړې وکړي او د یوه هېواد د پرمخګت لامل شي.»

که څه هم اسلامي امارت ویلي دي، چې د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي خو اوس په دې تړاو د پرمختګونو جزیات نه ورکوي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«په دې هکله د اسلامي امارت چارواکو په بېلابېلو برخو کې توضیحات ورکړي دي تراوسه پر هغو څرګندونو اکتفا کوو.»

څه باندې یو کال کېږي، چې د نجونې د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړل شوي دي. د اسلامي امارت چارواکو د نجونو د ښوونځيو په تړاو بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي.

هرچند امارت اسلامی پیش از این گفته است که تلاش‌ها برای بازگشایی مکتب‌ها ادامه دارند؛ اما اکنون از پیشرفت‌ها در این باره جزییات نمی‌دهد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه