Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یتیمانو او معلولانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو برنامې پیلول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو پروګرام پیل کړ.

د دې وزارت د مسوولانو په وینا، په‌دې پروګرام کې به یتیمانو او معلولانو ته د جامو ګنډلو او موبایل جوړولو په برخه کې روزنه ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رییس شاه محمد وايي: «دغه ثبت شوي معلولین او د شهیدانو وراثان چې یتیمان او کونډې دي، دوی ۶۰ نه تر ۷۰ فیصد پورې حقوق مستحقو یتیمان او مستحقو معلولینو ته تادیه شوې دي.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو امریت زیاتوي، د زده کړو په‌دې برنامه کې ۶۰ زده کوونکي د خیاطۍ او ټلیفونونو جوړونې برخو کې پر څلور میاشتنیو زده کړو بوخت دي.

د فني او حرفوي زده کړو امر انجنیر خالد وايي: «د دغو شپږو حرفو له جملې څخه دو حرفې د خیاطۍ او موبایل د ترمیم د حرفو د پرانیستلو شاهیدان یو.دا یو پرمختګ او لاسته راوړنه ده اما زموږ کوشش به دا وي چې دا لا وسیع کړو  او پاتې څلور حرفې د جناب وزیر صاحب او د وزارت د رهبرۍ په همکارۍ سره فعاله کوو.»

په همدې حال کې یو شمېر زده کوونکي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دا کار ستایي.

د فني او حرفوي زده کړو زده کوونکی عبدالباسط وايي: «ډېر خوشحاله یم د اسلامي امارت له حکومته، ځکه موږ ته يې د حرفوي زده‌کړو زمینه مساعده کړه، ترڅو  راتلونکې کې یو ښه کسب او کار ولرم.»

د فني او حرفوي زده کړو زده کوونکی منصور وايي: «موږ ډېر خوښ یوو چې حرفوي زده کړو کې شامل شو، موږ د حرفوي زده کړو زده کول غواړو ترڅو په راتلونکي کې خیاط شم او یو ښه خیاط اوسېږم چې خدمت وکړم.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ژمنه وکړه چې د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې به حرفوي زده‌کړې لا پراخه کړي او ډېر ژر به څلور نورې حرفې هم فعالې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه