Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سبا «پنجشنبې» به د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخیستل شي

سبا (پنجشنبې د تلې په ۱۴مه) د هېواد په ځينو ولایتونو کې د کانکور ازموینه پيل شي.

د پنجشنبې په ورځ به په ډېری ولایتونو کې د کانکور آزموینه ترسره شي او په دې آزموینه کې به لسګونه زره نجونې او هلکان پوهنتونونو ته د لارې موندلو په موخه سیالي وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي:«سبا د تلې په ۱۴مه، د هېواد په ۳۳ ولایتون کې به د کانکور ازموینه ترسره شي.»

د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي سږ به د تېر کال پرتله، زیات شمېر نجونې او هلکان پوهنتونونو ته جذب شي.

ښاغلي تقي زیاته کړه:«شمېر یې کابو ۱۵۰ زرو تنو ته رسېږي. د دوی له منځه ۱۱۵ تنه به یې جذب شي. تېر کال ۸۶ زره تنه جذب شوي وو.»

یو شمېر زده کوونکي له اسلامي امارته غواړي چې کانکور آزموینه په رڼه توګه ترسره کړي.

یوې زده کوونکې وویل:«ډېر خوشحاله یوو، په ځانګړې توګه ښځينه طبقه چې سږکال یې د کانکور د ازموینې لپاره هېڅ هیله نه لرله.»

بل زده کوونکی وايي:«په ډېر ځانګړي چمتووالي سره د ازموینې په تمه یوو، همدا د ښوونځیو دروازې که د نجونو په مخ پرانیستل شي د نجونو خوشحالي دوه برابره کېږي.»

سږکال د کانکور آزموینه د تېر کال په پرتله په نږدې څلور میاشتې ځنډ ترسره کېږي او په دغه آزموینه کې به له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له امله د نجونو شمېر کم وي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه