Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل ښار کوټې سنګي کې د احمدي او اباسین ځدراڼ په مارکېټونو کې اورلګېدنه

د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د احمدي په مارکېټ کې اور لګېدنه پیل شوه او وروسته بیا دغه اور لګېدنه اباسین ځدراڼ مارکیټ ته وغځېده، چې په دغو دوه مارکېټونو کې لسګونه هټۍ وسوځېدې.

یو شمېر هټۍوال وايي، په دغې اورلګېدنه کې يې د جامو، طلا او برېښنايي وسایلو هټۍ په بشپړ ډول سوځېدلي او لسګونه زره ډالره زیان ورته رسېدلی دی.

هټۍوال قدرت الله وویل:«په هټۍ کې مو پانګونه کابو اووه، نه، لس لک وه، چې معلومه ده سوځېدلي او دا هم معلومه نه ده چې په هټۍ کې دننه څه مال پاتې او که نه.»

هټۍوال فرزاد هم وايي:«زه د اباسین په مارکېټ کې هټۍ لرم او په هغه کې مې ۳۰ زره سرمایه لرله. زموږ څنګ ته د احمدي مارکېټ اور واخیست چې په پورته پوړونو کې زما دکانونه وسوځېدل او په لومړي او دویم منزل کې ورته زیان نه دی رسېدلی.»

دغه راز ځیني نور هټۍوال زیاتوي، دغې اور لګېدنې ساعتونه دوام کړی او ټول هر څه يې په کې له لاسه ورکړي دي.
هټۍوال عمر حسن خېل هم څرګندوي:«دوه هټۍ مې درلودل چې د ۳۵ زره ډالره په ارزښت مال په کې و چې دواړو کې کابو د ۷۰ زره ډالرو مال و زه د پنجابیانو په انډیا او پاکستان کې قرضداره یم. له یو او بل نه مې قرض کړې دي.»

بل هټۍوال حبیب الرحمن وايي:«داسې خلک دي، چې قرض يې کړی و راغلي وو دلته دکاندارۍ ته هغه ټول وسوځېدل هېچا له دې مارکېټه مال نه دی ویستلی. دې کې پرون هم د برېښنا شارټي شوې وه چې دکاندارانو ورته ویلي و چې باید مخنیوی يې وشي، خو څوک يې په غم کې نه شول او نن سهار ټول مارکېټ اور واخیست.»

تر دې وړاندې هم په ۱۳۹۵ کال کې اباسین ځدراڼ مارکېټ د اور لګېدنې شاهد و، چې له امله يې هټۍوالو ته له اووه مېلیونه ډالرو ډېر زیان رسېدلی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه