Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل ښار په دوه سیمو کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي

د کابل ښار په دوو سیمو کې اور لګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د سرو زرو د بیارغونې د کارخونې یو شمېر مسوولین وايي، تېره شپه د اور لګېدنې له امله د دوی ټول وسایل له منځه تللي دي.

د سرو زرو کارخونې مسوول سید اسحاق رحماني وايي: «ټول هغه وسایل مې چې په دې کارخونه کې درلودل له منځه لاړل.ماته هیڅ نه دي پاتي او دغه سوځېدلي وسایل موږ ته نور په درد نه خوري.»

د سرو زرو کارخونې کارکوونکی مزمل زیاتوي: «موږ ته شاوخوا یو لک یا یو لکو شل زره ډالره زیان رسېدلی دی. په‌دې کارخانه کې ټوله سرمایه زما نه وه، بلکې د دوستانو مې هم وه، چې ټوله د اور خوراک شوه.»

د دې سوداګریز مرکز مسوولان له حکومته غواړي چې د اور لګېدنو پېښو مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د امیني سوداګریز مرکز اداري مدیر سید مسعود جوشن وايي: «که څه هم دولت خدمتونه کړي، خو غوښتنه مې ترې داده، چې د اور لګېدنې مخنیوي لپاره ځیني امکانات موږ ته راکړي.»

د کابل امنيې قوماندانۍ وايي، په دې سوداګریز مرکز کې د سرو زرو څلور کارخونې سوځېدلي او د کارخونو مسوولینو ته درانه مالي زیانونه اوښتې دي.

د کابل امنيې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي: «دغه سوداگریز مارکیت که د گاز سوري کېدو له امله اورلګېدنه رامنځته شوې وه، چې له امله يې څلور د طلا ترمیم کارخونې سوځېدلي او پنځه لکه افغانۍ زیان ورته رسېدلی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کابل ښار نهمې حوزې سیمه کې د کورنیو چارو وزارت د نظامي کنډک تجمع کې یوه بله اورلګېدنه هم رامنځته شوې، چې له کبله يې مالي زیانونه هم اوښتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه