Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د اقتصادي بحران په اړه د ملګرو ملتونو پراختیايي برنامې اندېښنه

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي بحران په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، نږدې ۹۷ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د دغه هېواد ناخالص کورني تولید کې پنځه میلیارده ډالره کموالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د اسیا او سیمې مدیره وایي: «افغانستان له پخوا راهیسې یو ضعیف اقتصاد درلود. که تاسو له طالبانو مخکې دورې ته ځیر شۍ، د دغه هېواد اقتصاد شلو میلیارده ډالرو ته رسېده؛ خو  په یوه کال کې ۵ میلیارده ډالرو ته راکم شوی دی. که دغه کمښت ته وګورۍ دا هغه پانګه وه چې، په لسو کلونو کې لاسته راغلې وه.»
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام وايي، بشري مرستې نشي کولی چې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل کړي.
د دغه پروګرام رئیس زیاتوي، د هغو افغانانو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري له ۱۹ میلیونو ۲۲ میلیونو کسانو ته لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام عبدالله الدرداری وایي: «بشري مرستې نشي کولی د افغانستان ستونزې حل کړي. نو د ژوند د اسانتیاو برابرول، د کاروبار جوړول او مالي ملاتړ ډېر مهم دي. موږ له سیمه ییزو بنسټونو سره د کار په بدل کې د نغدو پیسو، له کوچنیو مالي سکټورونو، بنسټیزیو چار ته د تخنیکي مرستو د برابرولو په برخو کې کار کوو. موږ لاتر اوسه په بریالۍ توګه ۵۶۰ زره کارونه رامنځته کړي دي.»
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په راپور کې همداراز راغلي چې د افغانستان د څه باندې ۹ میلیارده ډالرو شتمنیو په کنګل پاتې کېدو او د نړۍوالو بندیزونو له امله په افغانستان کې نغدې پیسې کمې شوې دي.
د مالي او بانکوالۍ چارو کارپوه سیر قریشي وایي: «په تېر یوه کال کې سیاسي او امنیتي وضعیت له هېواده د پانګې د تېښتې سبب شوی او په افغانستان کې یې ستونزې راولاړې کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وایي: «تر څو چې دغه بندیزونه لیرې نه شي او افغانستان د نړۍ له خوا په رسمیت ونه پیژندل شي، وضعیت به لا پسې خراب شي او د دې قوي احتمال شته چې موږ په افغانستان کې د یوه بشري ناورین شاهدان واوسو.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او همداراز د خوړو نړۍوال پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې، د روان زیږیز کال تر نومبر میاشتې به په افغانستان کې نږدې ۶ میلیونه کسان د لوږې له اړخه له بېړني وضعیت سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام زیاتوي چې بشري مرستې نه‌ شي کولای چې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه