د کورنيو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په نږدې راتلونکې کې به په پلڅرخي سیمه کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز جوړ کړي.
د دې معینیت مسوولان زیاتوي، یاد مرکز به په یو وخت کې د شل زره روږدو کسانو د درملنې وړتیا ولري.
د دې معینیت د دفتر رییس حسیبالله احمدي وايي: «په راتلونکې کې موږ په پلان کې لرو چې د کابل پلچرخي ساحې په سترو ګودامونو کې شل زرو په شاوخوا کې معتادین راټول او هلته یې تداوي کړو.»
بل لور ته په پلازمېنه کې یو شمېر روږدي کسان غواړي چې د درملنې زمینه ورته برابره شي.
دوه پنځوس کلن عبیداله وايي، په ایران کې پر نشهيي توکو روږدی شو او له شپږو میاشتو راهیسې له خپلې کورنۍ لرې شوی او د سړکونو تر غاړو شپې او ورځې تېروي.
عبیدالله وايي: «پهدې شومې پدیدې چې زه روږدی شوی یم. مېرمن، اولادونه او هر څه لرم، خو دوی ولې له ما واټن غوره کړی دی؟ د دې لپاره چې زه پهدې ناوړه پدیدې اخته شوی یم.»
په کابل او نورو ولایتونو کې یو زیات شمېر روږدي د عبیداله له برخلیک سره مخ دي. یو شمېر یې کسان له اسلامي امارته غواړي چې د درملنې لپاره یې لاس په کار شي، څو بېرته عادي ژوند ته ورګرځي.
په کابل کې د عبدالله په نوم یو بل روږدی وايي: «سل سلنه هم اوس هم رضایت لرم چې په یو روغتون کې مې درملنه وشي او یا داسې ځای وي چې زموږ دملنه پهکې وشي، هېڅ خوښ نه یم. ښځه، اولادونه، کور، خای او هر څه لرم، خو په ډېر خطرناکه څه اخته شوی یم.»
د کابل یو اوسېدونکی بصیر وايي: «له اسلامي امارته غواړم چې دغو روږدو کسانو ته د درملنې یو مرکز جوړ شي چې دوی ټول هلته راټول او بستر شي.»
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د معینیت د شمېرو له مخې چې دوه کاله مخې راټولې شوې په هېواد کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېر ۴ مېلیونه دی.
په دې اړه مو اندونه