Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاسپورټ د وېش بهیر کې ځنډ؛ چارواکي: لنډمهالی دی

د پاسپورټ ادارې چارواکي وايي چې د پاسپورټ د وېش بهیر کې ځنډ لنډمهالی دی او د تخنیکي ستونزو له حل وروسته دغه بهیر به بېرته پيل شي.

د پاسپورټ رياست د جمعې ورخې ناوخته اعلان وکړ، چې د پاسپورټ د وېش چارې تر نامعلومې نېټې ځنډېدلي دي.

د دغې ادارې وياند وايي، چې دا ځنډ لنډمهالی دی او زیاتوي هڅې روانې دي چې د پاسپورټ په وېش کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د پاسپورټ رياست وياند نورالله پتمن وايي:«د پاسپورټ عمومي رياست به تر هغې بند وي، تر څو چې تخنيکي چارې بشپړې شي، ځينې وسايل اکمال او تجهیز شي له هغې وروسته د پاسپورټ رياست فعالېږي. په دې برخه کې زموږ تخنيکي ټيمونه کار کوي، تر څو وکولای شو چې ژر د پاسپورټ رياست بیا د خپلو هېوادوالو پر مخ خلاص کړو.»

بلخوا ځينې هېوادوال شکایت لري چې د پاسپورټ د اخیستو لپاره باید میاشتې میاشتې په تمه پاتې شي او اوس چې دغه بهیر ځنډېدلی، ستونزې یې زیاتې شوې دي.

هېوادوال زیاتوي چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره باید له ځنډ پرته د پاسپورټ د وېش بهیر بېرته پيل شي.

د کابل اوسېدونکی محمد کبير وايي:«موږ د پاسپورټ له محترم رياست څخه غوښتنه کوو چې موږ ته لاره وښيي. چېرته لاړ شم، څه وکړم، چې پاسپورټ تر لاسه کړم او وکولی شم خپل ناروغ له هېواده بهر انتقال کړم.»

د پاسپورټ ریاست يو شمېر مراجعه کوونکي د پاسپورټ د وېش د چارو له ځنډ اندېښمن دي. دوی د پاسپورټ له ریاسته غواړي، چې دغه لړۍ ژر تر ژره بېرته پيل کړي.

د کابل اوسېدونکی نصیب الله علیشنګی     څرګندوي:«د پاسپورټ رياست او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه مو غوښتنه دا ده چې د پاسپورټ رياست دې ژر تر ژره پرانیزي.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالقسيم هم زیاتوي:«موږ غواړو چې د پاسپورټ رياست دفتر دې ژر تر ژره پرانیستل شي او خلکو ته دې د پاسپورټونو وېش پيل شي.»

د پاسپورټ رياست مسوولين، د پاسپورټ د کتابچو د کمبود خبره ردوي او وايي، چې په دې برخه کې ستونزه نه لري.

دغه رياست د اسلامي امارت له بيا ځلې واکمنېدو وروسته له ۷۰۰ زرو زیات پاسپورټونه وېشلي دي.

ېوادوال شکایت لري چې د پاسپورټ د اخیستو لپاره باید میاشتې میاشتې په تمه پاتې شي او اوس چې دغه بهیر ځنډېدلی، ستونزې یې زیاتې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه