په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو شاوخوا یو نیم تېرېږي، خو تر دې دمه د اسلامي امارت کابینه د سرپرستانو لهخوا اداره کېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د رسمي کابینې معرفي کېدل ډېر وخت ته اړتیا لري.
ښاغلی مجاهد د شورا نه تشکیل او د اساسي قانون نهشتون، د رسمي کابینې د نه معرفي کېدو تر ټولو مهم لاملونه بولي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «دا وخت غواړي چې موږ لږ نور هم د ثبات خوا ته لاړ شو. اول خو ډېری افغانان په افغانستان کې نهشته، د باندې دي او بل دا دی چې ځینې ارګانونه لا هم فعال نهدي، مثلاً اساسي قانون لا تر اوسه پورې کار یې پاتې دی، د شورا کار پاتې، د نظام دغه ټول ارکان چې تکمیل شي، بیا به انشاء الله حکومت عادي حالت ته راشي.»
حقوق پوه روح الله سخيزاده وايي: «له بده مرغه پخوا هم همداسې څه و، اوس هم په همغه ډول مخته ځي چې دا د تېر قانون د څلورمې مادې د دویمې فقرې خلاف دی او ښايي ډېرې منفي اغېزې ولري.»
ورته مهال، یو شمېر سیاسي کارپوهان د اسلامي امارت له لوري د رسمي کابینې معرفي کول غواړي او دا کار د ښې حکومتولۍ په برخه کې ګټور ګڼي.
د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي: «د سرپرستې کابینې له یو کال نه ډېر وخت شو، د دې وخت رارسېدلی چې کابینه باید بدلون ومومي څو د افغان ملت او نړیوالې ټولنې ډاډ تر لاسه شي او بالاخره داسې څېرې راشي چې هغوی سرپرستې نه؛ بلکې دنده وسپارل شي او رسمیت پیدا کړي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه نعمتالله بېژن وايي: «د دولت له لوري د سرپرستانو اداره د دې باعث شوې چې افغانستان له بېبرخلیکۍ سره مخ شي او بل پلو د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې د پالیسو پلي کېدل دي چې د افغانانو بنسټیز حقونه یې نقض کړي.»
دا په داسې حال کې دي چې څه د پاسه یو کال کېږي چې ۲۵ وزارتونه د سرپرست وزیرانو له خوا اداره کېږي.
په دې اړه مو اندونه