د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې له کانکور ازموینې وروسته، نن (پنجشنبه) په کابل ښار کې د کانکور ازموینه پیل شوه.
د ازموينو ملي اداره وايي، شاوخوا دېرش زره زده کوونکي به پوهنتونو ته د لارموندنې په موخه په دې ازموينه کې ګډون وکړي.
د دې ادارې مشر ډاډ ورکوي چې د کانکور ازموینې پایلې به په شفاف ډول اعلان شي.
د ازموينو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدير خموش وايي: «په یو وخت کې په څلورو پوهنتونو کې په یو وخت کې پیل شو او پهدې امتحان کې نږدې ۳۰ زره داوطلبان برخه لري چې په څلورو پوهنتونو کې تنظیم شوي وو او په دوو مرحلو کې د سهار له خوا او ماسپښین له خوا، د سهار له خوا موږ تقریباً لس نیم زرو په شاوخوا کې داوطلبان درلودل او په همدې تعداد باندې مو په ماسپښين وخت کې هم درلودل ازموینه یې عملاً پیل شوې ده.»
د کانکور ازموينه د نورو ولايتونو په څېر کابل کې هم د هلکانو او نجونو تر منځ جدا اخيستل کېږي.
يو شمېر ګډونوال د دې ازموينې له شروع کېدو خوښ دي او له اسلامي امارت غواړي چې د ازموينې پايلې په شفاف ډول اعلان شي.
د کانکور د ازموينې ګډونوال جاوېد وايي: «له کوچنیوالي مې هیله وه چې انجنیري په انتخابوم، انجنیري مې انتخاب کړه، هیله لرم چې انشاء الله کامیاب به شم.»
د کانکور د ازموينې یو بل ګډونوال محمد یوسف وايي: «د تېرو کلونو پرتله غوره وو، ځینې مهم قواعد په نظر کې نیول شوي وو.»
کانکور ازموينې ګډونواله هوسۍ وردګ وايي: «امادګي مې زیاته نیولې وه، ډېره خوشاله شوم چې بالاخره دا چانس مو پیدا کړ چې د کانکور امتحان ورکړو.»
د کانکور ازموينې یوه بله ګډونواله نیلوفر وايي: «کله چې به خلکو لېدلو ویل به یې چې سږ کال ازموینه نه اخلي. اوس چې کانکور پیل شو، لومړی یې د ولایتونو واخیست، ډېره زیاته خوښه شوم.»
د ازموينو ملي اداره ډاډ ورکوي، چې د کانکور د ازموينې پايلې به د ازموينې له پای ته رسېدو وروسته تر دوه يا درې اونيو اعلان شي.
سږکال د کانکور په ازموينه کې نږدې ۱۴۰ زره تنه د خپلې خوښې پوهنځيو ته د رسېدو لپاره رقابت کوي او ټاکل شوي، چې له دې منځه شاوخوا ۱۰۰ زره تنه دولتي پوهنتونو ته لاره پيدا کړي.