Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بارنټ روبین: په دوحه کې وروستۍ خبرې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه وې

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پخوانی لوړپوړی سلاکار وايي، په دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا د چارواکو ترمنځ وروستۍ خبرې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه وې.

بارنټ روبین له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې زیاتوي، چې د بشري حقونو د سرغړونو په څېر مسایل د واشنګټن په اړیکو کې د پرمختګ مخه نیسي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پخوانی سلاکار بارنټ روبین وايي: «فکر کوم چې د امریکا له لوري د بهرنیو چارو وزارت او د سي آی اې د چارواکو پر رالېږلو سربېره د موضوع حقیقت دا ښيي چې د ترهګرۍ په تړاو خبرې په لومړیتوب کې دي.»

بارنټ روبین دغه راز خبرې او باور جوړونه پر اوسني سرپرست حکومت د بندیزونو د لېرې کولو لپاره مهمه بولي.

ښاغلی  روبین زیاتوي: «داغوره بولم چې د بندیزونو په تړاو د خبرو یو بهیر وي، ځکه د طالبانو پرغړو، او نورو بنسټونو بندیزونه لګېدلي او دغه راز نور بندیزونه هم شته. خو په لومړي سر کې باید د لومړنیو مسایلو په تړاو باور جوړونه وشي.»

روبین د خپلو خبرو په یوې برخه کې وایي،چې تر اوسه د طالبانو پر وړاندې د امریکا متحده ایالتونو تګلاره څرګنده نه ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي پخوانی سلاکار څرګندوي: «د دوحې هوکړه لیک نه وایي،چې امریکا متحده ایالتونه طالبان او یاهم د افغانستان د اسلامي امارت په نوم تشکیلات په رسمیت پېژني، خو وایي چې هغه حکومت په رسمیت پېژني چې د ټولو افغان لورو د خبرو په پایله کې رامنځته  شوی وي.»

ښاغلي روبین دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې کابل تل ټينګار کړی دی،چې په افغانستان کې بشري حقونه د بل هر وخت پرتله خوندي شوي دي او د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو په تړاو د نورو هېوادونو خبرې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

بارنیټ روبین له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې زیاتوي، چې د بشري حقونو د سرغړونو په څېر مسایل د واشنګټن په اړیکو کې د پرمختګ مخه نیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه