Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونیز نصاب پر سمون د پوهنې وزارت د مسوولانو ټینګار

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال وایي، دا وزارت هڅه کوي د دیني عالمانو په همکارۍ د ښوونځیو او دیني مدرسو ښوونیز نصاب اصلاح کړي.

هغه چې بغلان ولایت ته تللی، د پوهنې اوسنی نصاب بې‌معنا بولي او په هغې کې د بدلونونو په راوستو ټینګار کوي.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت الله اخوند‌زاده وايي: «په تېر نظام کې د مکاتبو په نصاب کې ځینې خرافات موجود و چې موږ مخکې ملاحظه کړي وو او ټولو ولایتونو ته مو رسولي وو او ځینې بې‌هوده مضامین هم و چې قابل د تدریس هم نه وو.»

په دې ناسته کې دیني عالمان وايي، په نوي نصاب کې باید پر ملي ژبو سربېره انګلیسي هم موجوده وي او د اوسني پېر د اړتیاوو پربنسټ جوړ شي.

دیني عالم عبدالغني وايي: «د نړۍ ټول خلک په پښتو او فارسي نه پوهېږي، دا زموږ د قومونو تر منځ ژبې دي، موږ باید په عربي او انګلیسي هم پوه شو.»

سیف الرحمن، عالم دین گفت: «برنامه‌های ما باید هماهنگ شود، باید مشخص کنیم که کدام مضامین را اضافه و کدام را کم کنیم و نیاز زمانه چیست.»

دیني عالم سیف الرحمن وايي: «زموږ برنامې باید همغږې شي، باید په ډاګه شي چې کومې مضمونونه اضافه او کوم شي او زموږ د وخت اړتیا څه ده.»

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال وایي چې ټاکل شوې د هېواد په ډېری لیرې پرتو کلیو کې د ماشومانو لپاره ابتدایه دیني مدرسې جوړ شي چې لګښت او درسي مواد یې د پوهنې وزارت له خوا ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت الله اخوند‌زاده د پوهنې اوسنی نصاب بې‌معنا بولي او په هغې کې د بدلونونو په راوستو ټینګار کوي.

تصویر بندانگشتی

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال وایي، دا وزارت هڅه کوي د دیني عالمانو په همکارۍ د ښوونځیو او دیني مدرسو ښوونیز نصاب اصلاح کړي.

هغه چې بغلان ولایت ته تللی، د پوهنې اوسنی نصاب بې‌معنا بولي او په هغې کې د بدلونونو په راوستو ټینګار کوي.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت الله اخوند‌زاده وايي: «په تېر نظام کې د مکاتبو په نصاب کې ځینې خرافات موجود و چې موږ مخکې ملاحظه کړي وو او ټولو ولایتونو ته مو رسولي وو او ځینې بې‌هوده مضامین هم و چې قابل د تدریس هم نه وو.»

په دې ناسته کې دیني عالمان وايي، په نوي نصاب کې باید پر ملي ژبو سربېره انګلیسي هم موجوده وي او د اوسني پېر د اړتیاوو پربنسټ جوړ شي.

دیني عالم عبدالغني وايي: «د نړۍ ټول خلک په پښتو او فارسي نه پوهېږي، دا زموږ د قومونو تر منځ ژبې دي، موږ باید په عربي او انګلیسي هم پوه شو.»

سیف الرحمن، عالم دین گفت: «برنامه‌های ما باید هماهنگ شود، باید مشخص کنیم که کدام مضامین را اضافه و کدام را کم کنیم و نیاز زمانه چیست.»

دیني عالم سیف الرحمن وايي: «زموږ برنامې باید همغږې شي، باید په ډاګه شي چې کومې مضمونونه اضافه او کوم شي او زموږ د وخت اړتیا څه ده.»

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال وایي چې ټاکل شوې د هېواد په ډېری لیرې پرتو کلیو کې د ماشومانو لپاره ابتدایه دیني مدرسې جوړ شي چې لګښت او درسي مواد یې د پوهنې وزارت له خوا ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه