Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدو په اړه د متحده عربي اماراتو نیوکه

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیره له اسلامي امارته غواړي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو بندیزونه لرې کړي.

دغې اماراتۍ دیپلوماتې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل د منلو نه‌دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیره لانا زکی نسیبه وايي: «نږدې ۴۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګه منعه دي. په‌دې برخه کې هېڅ ډول خبره د توجیې وړ نه‌ده. متحده عربي امارات دغه مساله او نور ورته محدودیتونه د منلو نه ګڼي.»

له دې سره سم، د اسلامي امارت ویاند له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د نجونو متوسطې او لېسې به د شته ستونزو له حلېدو او په تړاو یې د یوې کړنلارې له جوړېدو وروسته پرانېستل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «یوه برخه ښوونځي چې، له شپږم تر دولسم ټولګي دي، له دې امله تړل شوي چې، نصاب کې یې سموالی راشي، د نجونو فزیکي او همداراز عزت او عفت یې ښه خوندي شي او افغانستان داسې یو هېواد دی چې، ډول ډول دودونه لري. ځینې روایتونه هلته شته ځینې حساسیتونه هلته شته او همداراز ناموسي مسایل هلته شته. د دغو مسایلو د حل لپاره یوه سمه کړنلاره جوړېږي او کار پرې روان دی.»

له بل لوري له ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د نجونو د پاتې ښوونځيو د تړل پاتې کېدو له امله اندېښنه ښودلې ده.

دغه بنسټ وايي، له زده کړو د نجونو په لرې پاتې کېدو سره به نجونې له لا ډېر فقر سره مخ کړي.

زده‌کوونکې سهیلا وايي: «له یو کال ډېر وخت شو چې زموږ پر مخ ښوونځي تړلي دي. له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

زده‌کوونکې شکیلا وايي: «هره نجلۍ هیله لري چې په تېره د افغانستان نجونو په سختو شرایطو کې ژوند تېر کړی دی او دوی غواړي چې ښه راتلونکې ولري.»

له دې مخکې د سیمې او نړۍ ۲۷ هېوادونو د افغانستان د ښځو د دوستانو ډلې په نوم له سرپرست حکومته وغوښتل چې، له ځنډ پرته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د اسلامي امارت ویاند له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د یوې کړنلارې له جوړیدو وروسته به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه