Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر په افغانستان کې له سولې او سوله ییز ژوندانه ملاتړ کوي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي چې هېواد یې په افغانستان کې له سولې او سوله ییز ژوندانه ملاتړ کوي.

د قطر دغه چارواکی په یوې ناسته کې زیاتوي چې دوحه به د افغانستان د خلکو په هکله پر خپلې ژمنې ټینګ ولاړ وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي:«موږ د افغانستان په وړاندې د بشري مسوولیتونو  په هکله د قطر حکومت پر ژمنه او د افغانستان د خلکو د برم په پار او سولې ته د رسېدو او له تبعیض پرته د ټولو افغان وګړو ترمنځ پر سوله ییز ژوندانه او د دغه تاریخي هېواد لپاره پر یوه روښانه راتلوونکي ټینګار کوو.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د قطر د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې سرپرست حکومت د سوله ییزې همغږۍ لپاره له شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون جوړ کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«د اقتصادي او سوداګریزو ستونزو د حل او د اړیکو د ټینګولو په برخه کې او دا چې د یو بل منل وي، اسلامي امارت یوه عمومي عفو اعلان کړې او همدارنګه له شخصیتونو سره یې د تماس کمېسیون جوړ کړی دی چې کولای شي ټولې هغه چارې چې باید حل شي او په پام کې ونیول شي په همدغو موضوعګانو دې تمرکز وشي.»

 ورته مهال ځينې سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې قطر په افغانستان کې د بنسټیزو اصلاحاتو د راوستو لپاره خپله تګلاره بدله کړې ده.

د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې هکله وویل:«نن هم قطر په کابل کې له اوسني حکومته تر یوه حده مایوسه ښکاری، او له دې شکایت لري هغه اصلاحات او ریفورمونه چې اړین دي په افغانستان کې نه دي راغلي، دا چې افغانستان په خپله وکړای شي چې په نړۍواله ټولنه کې ومنل شي او په ملګرو ملتونو سازمان کې خپله څوکۍ ولري.»

د پوهنتون استاد سید ضیا حسیني وايي:«په څو وروستیو میاشتو کې همدارنګه هڅه کړې ده چې یو ځل بیا د افغانستان سیاسي خبرې اترې پیل شي هغه شر او فساد چې پای ته نه وو رسېدلی، نیمکړی پاتې و، بیاځلې دا بشپړ کړي او په افغانستان کې یو جوړونکی رول ولوبوي.»

په ۲۰۱۳ کال کې قطر د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته د فعالیت اجازه ورکړه. اوس دغه دفتر فعال دی او د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ د پله رول لوبوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د قطر د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې سرپرست حکومت د سوله ییزې همغږۍ لپاره له شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون جوړ کړی دی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه