Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

د افغاستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي دي چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو زده کړې له بې وزلۍ د وتلو لپاره ډېر مهم رول لري.

مېرمن امیري په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې سرپرست حکومت نه شي کولای چې د نیمې ټولنې له تحصیلي او کاري فرصتونو انکار وکړي.

رینا امیري وویل:«طالبان نه شي کولی چې د ټولنو د نیمایي نفوس له تعلیمي او کاري فرصتونو څخه انکار وکړي او ادعا وکړي چې دوی افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ په لور بيايي. د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو زده کړه به د افغانستان له بې وزلۍ څخه د وتلو او د هیلو په بېرته راګرځولو کې مرسته وکړي.»

د سياسي چارو کارپوه محمد انور وايي:«د امیري او نورو هېوادونو خبرې د دې لپاره دي هغه محدودیتونه چې لګول شوي، له همدې امله یوه توجیې غواړي.»

ورته مهال یو شمېر کارپوهان له ښوونځیو د نجونو محرومېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د ښوونځیو بیا پرانستل له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو د ټینګښت په برخه کې ګټور دي.

د سياسي چارو کارپوه حسن حقیار وايي:«د نجونو د زده کړو په هکله اوسنی وضعیت د قناعت وړ نه دی او دا نه د هېواد په ګټه دی او نه هم د خلکو په ګټه دی او نه زموږ د دین او مذهب په ګټه دي.»

یو شمېر ښځینه زده کوونکي له اسلامي امارت غواړي چې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې پرانیزي.

زده کوونکې هما څرګندوي:«د افغانستان د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو سره، د دې څرګندونکی دی چې د افغانستان د ټولو ملت په مخ د بدبختۍ د دروازې پرانیستل دي.»
 
زده کوونکې لیلا هم وايي:«د ښوونځيو پرانیستل یعنې خپلو موخو ته مو رسېدل او هېڅوک زموږ مخه نه شي نیولای چې خپل حق ته ورسېږو.»

له دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و چې د نجونو د تعلیم خلاف نه دي او د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانيستلو په اړه مشورې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه