د منځنۍ اسيا او اروپايي شورا د سيمهیيزې غونډې ګډونوالو د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکيو د حقونو پر تامين ټينګار کړى دى.
د دې غونډې ګډونوال په اوسنيو حالاتو کې له افغانستان سره د بشري مرستو پراخول یوه اړتیا ګڼي.
د منځنۍ اسیا او اروپايي شورا د سیمه ییزې غونډې يوه برخه کې راغلي: «غونډې ګډونوالو د افغانستان د وضعیت په اړه خپله ګډه اندیښنه څرګنده کړه او د افغانستان خلکو ته یې د بشري مرستو په رسولو کې د همکارۍ په پراخولو ټینګار وکړ. د غونډې ګډونوالو د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او اقليتونو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته درناوی او د ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل مهم وګڼل.»
د سياسي چارو ځينې کارپوهان د افغانستان په اړه د سیمه ییزو غونډو جوړېدل مهم ګڼي.
د سياسي چارو کارپوه صدیق منصور انصاري وايي: «د منځنۍ اسیا ملتونه او دولتونه زموږ د ګاونډیو ورونو ملتونو په توګه جدي مسوولیت لري چې د افغانستان د خلکو له بشري ناورینه د ویستنې په برخه کې همکار واوسي.»
تر دې وړاندې اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې په هېواد کې د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي.
د منځنۍ اسيا او اروپايي شوار په دې سيمه ييزه ناسته کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان ولسمشرانو او د اروپايي شورا مشر ګډون درلود.
په دې اړه مو اندونه