Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه بهر ته د ډالرو د قاچاق په هکله اندېښنې

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه نورو هېوادونو ته د ډالرو پر قاچاق اندېښنه څرګندوي.

د دغې ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک وايي چې دغه کار د هېواد په بازارونو کې د افغانۍ د ارزښت د ټېټېدو لامل شوی او د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېزې لري.

نوموړی له مسوولو بنسټونو غواړي چې د هېواد په بندرونو کې د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي.

ښاغلي ځیریک زیاته کړه:«دا له یوې خوا زموږ اقتصاد خرابوي او له بلې خوا د افغانیو په ازرښت منفي اغېزه کوي او له هېواده بهر ته د ډالرو قاچاق یوه غیرقانوني پروسه ده او دې ته باید پاملرونه وشي.»

د اقتصادي چارو شنونکی دریا خان بهیر هم وايي:«له هېواده د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو بهر کول د دې لامل کېږي چې د هېواد په بازارونو کې بیې لوړې شي او بل لوري د نورو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو په وړاندې د افغانیو د قیمت پرټیټوالي منفي اغېزې کوي.»

بل خوا د اقتصادي چارو شنونکي وايي، که چېرې بهر ته د ډالرو د قاچاق مخه ونه نیول شي، د وارداتي توکو بیه به هم لوړه  شي.

د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر څرګندوي:«په داسې حال کې چې افغانستان د تادیاتو د بیلان له لوړ کسر سره مخ دی، له بده مرغه قاچاق کولای شي د اسعارو د نرخ او دننه په هېواد کې د قیمتونو د ثبات د کچې په هکله ډېرې اغېزې ولري، د دې لپاره چې موږ وارداتي هېواد یوو.»

د بانکي او مالي چارو شنونکی سیر قریشي هم وايي:«د افغانستان اقتصاد تر ډېره په وارداتو تکیه دی، دا په دې معنا چې هم پلورونکی او هم پېرودونکی زیان ویني.»

بل خوا اقتصاد وزارت وایي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې بهر ته د ډالرو د قاچاق مخه ونیسي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وویل:«له هېواده بهر ته د ډالرو قاچاق منفي اقتصادي پایلې لري له همدې امله ده چې اسلامي امارت هڅه کوی چې په دې برخه کې هر اړخیزه څارنه او کنټرول ولري، څو اسعار له هېواده بهر ته قاچاق نه شي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي دي، چې بهر ته یې د ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده. وموغوښتل چې په دې تړاو د د افغانستان بانک نظر ولرو، خو دغه بانک په دې تړاو د معلوماتو ورکولو ته حاضر نه شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه