Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل مېشتي د جنايي جرمونو له زیاتوالي اندېښمن دي

ځينې کابل مېشتي وايي چې په وروستیو میاشتو کې په پلازمېنه کې جنايي جرمونه په ځانګړې توګه وسله والې غلاوې زیاتې شوې دي.

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې په پلازمېنه کې د پلټن ځایونو شمېر او د شپې ګزمې زیاتې کړي.

د انجنیرۍ پوهنځۍ زده کړیال اکرام الله د شنبې په ورځ د کابل ښار په دولسمه حوزه کې وژل شوی دی، وسله والو غلو د هغه موټر له ځان سره وړی دی.
 
د اکرام الله پلار غلام سخي لودین وايي:«موږ له چا سره شخصي دښمني او بدي نه لرو یوازې همدومره کله چې موږ هلته ورسېدلو زموږ زوی هلته په ځمکه پروت و او موټر یې وړل شوی و.»

د اکرام الله خپلوان له اسلامي امارته غواړي، چې د دې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. 

بل خوا د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکې د جنایي پېښو په تېره بیا د وسله والو غلاوو پر زیاتېدو نیوکه کوي.

د کابل اوسېدونکی تاج محمد فقیري وايي:«دوی پوډري او چرسیان دي په لاره کې درېږي، په خپل جېب کې شی په جرات سره ګرځولای نه شو، راځي او درېږي تومانچه راوباسي وايي پیسې او مبایل دې راوباسه، دا ډول غله زښته ډېر زیات شوي دي.»

د دولسمې حوزې اوسېدونکي احمد مسلم هم وویل:«له دولته دا غوښتنه لرو چې امنیت ونیسي تلاشي ځایونه دې په ټولیزه توګه وڅېړي په څلورو لارو کې دې امنیت ونیسي.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د امنیتي وضیعت د ښه کېدو لپاره د شپې مهال ګزمې او پلنټن ځایونه زیات کړي.

د کابل یو تن اوسېدونکی څرګندوی:«د اسلامي امارت ځواکونه باید ځانونه د پولیسو په یونېفورم سمبال کړي چې له غلو سره یې فرق وشي.»

بل خوا د کابل امنیه قومنداني وایي، چې جنایي پېښې د پخوا پرتله کمې شوې دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل:«د تېر پرتله جنايي پېښې کمې شوې دي د دې لپاره چې خلک له موږ سره همکار دي، تراوسه موږ ځينې مجرمین نیولي دي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي. بلخوا د پولیسو د اړیکې شمېره ۱۰۰ اوس  فعاله ده، کابل مېشتي کولای شي چې له دې لارې له موږ سره په اړیکه کې شي.»

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت مسوولانو ویلي دي،چې په تېر یوه کال کې تر اته زرو اوه سوو زیاتې جنایي پېښې ثبت شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه