Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'له سرپرست حکومت سره د بشري حقونو او ترهګرۍ په مسایلو کې جوړجاړی نه دی شوی'

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو غړی وايي چې نړۍوالې ټولنې تراوسه له سرپرست حکومت سره د بشري حقونو او ترهګرۍ مسایلو په هکله جوړجاړی نه دی کړی.

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس غړی پيټرمایر له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د جوړجاړي نه کولو لامل له اسلامي امارت نه د نړۍوالې ټولنې ځينې غوښتنې ګڼي.
 
نوموړی زیاتوي:«دوه اصلي لاملونه شته، یو د ترهګرۍ، ښځو او ښوونځيو د مسایلو په تړاو د نړۍوالې ټولنې اندېښنه او صادقانه دا چې له تازه واقعیت سره جوړجاړی دی. د دواړو لورو ترمنځ باید راکړه ورکړه وي او باید د لوېدیځ له لوري دا درک وي، چې مهمه ده، افغانان د خپلې راتلونکې په تړاو پرېکړه وکړي او داسې څه نه وي چې له بهره وتپل شي، نو په همدې دلیل اړتیا لرو څو ښکېل لوري د دغه راز راتلونکې د مشخصولو لپاره کار وکړي.»

د امریکا د کانګرس دغه غړی دغه راز وايي، چې که د امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان د اسلامي امارت ترمنځ ښه همکاري نه وي، افغانستان به د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ شي او د ترهګرو لپاره به په امن ځای بدل شي.

عضو کانګرس ایالات متحده امریکا پيټر مایر وویل:«زما وېره دا ده، که چېرې لوېديځ او امریکا د اړیکو د ټينګښت لپاره کار ونه کړي او موږ د امریکا او اسلامي امارت تر منځ ښه همکاري ونه لرو، نو موږ به یوځل افغانستان د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ کړو.»

اخوا د سیاسي چارو ځیني کارپوهان هم د کابل او نړۍ ترمنځ تعامل مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکی  فضل الرحمن اوریا په دې هکله وايي:«دې ته اړتیا ده چې د افغانستان دولت د ولوېدځ په ځانګړې توګه د امریکا نامشروع غوښتنو په وړاندې په عام او تام توګه ودرېږي او په اساسي قانون کې خپل بهرنی سیاست د یوه بې پرې سیاست په توګه تثبیت کړي.»
                     
د پوهنتون استاد شنونکی شېر اقا روحاني هم څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت په خپله هڅه کوي چې نړۍ باید ورسره تعامل وکړي، خو نړۍ غوښتنې لري، یوه غوښتنه یې پراخ بنسټه حکومت دی، دویم یې د بشري حقونو رعایت دی، درېیم یې د ښځو حقونه دي او څلورم یې د نجونو ښوونځیو پرانیستل دي.»

بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتررییس سهیل شاهین وایي، چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پرضد کار واخلي.
                       
د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وویل:«چا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي، همدارنګه د امنیت له ټینګښت او په ټول هېواد کې د حکومت له واکمنېدو سره له بشري حقونو سرغړونې چې مخکې د ورځې حکم و مخنیوی شوی او په بشپړه توګه له منځه تللي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې که څه هم اسلامي امارت له ځينو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړېکې لري، خو سره له دې هم په تېرو پنځلسو میاشتو کې هېڅ هېواد د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه