Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دوحې هوکړې په تړاو کانګرس ته د زلمي خلیلزاد څرګندونې

 د امریکا کانګرس د افغان سولې لپاره د دغه هېواد پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د دوحې هوکړې په تړاو د جزیاتو ورکولو په موخه وربللی و. 

ښاغلي خلیلزاد د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې ویلي چې افغانستان لپاره هلې ځلې پای ته نه دي رسېدلي او د دغه هېواد په تړاو وروستی څپرکی لا نه دی لیکل شوی. 

هغه دغه راز ویلي، که له طالبانو سره د دوحې هوکړه نه وای شوې، امریکا به یو ځل بیا په جګړه کې ښکېل شوې وه.

زلمي خلیلزاد وویل: « په وروستۍ شېبه کې مو د طالبانو په دې قانع کولو کې بری ترلاسه کړی و چې کابل ته له ننوتلو ډډه وکړي او پر ځای یې له حکومت سره د سیاسي هوکړې له مخې د ایتلافي حکومت جوړولو په موخه خبرو ته کېني، خو موږ ځکه بریالي نه شو، چې ولسمشر غني له هېواده ووت. دا کار ددې لامل شو چې افغانستان بې مشره پاتې شي او افغان پولیس او نظامي ځواکونه و پاشل شي.»

خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام، د نجونو او ښځو د کار او زده کړو د مخنیوي په تړاو د کانګرس د یوه غړي پوښتنې ته په ځواب کې ادعا وکړه چې طالبان بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته د خپلو ژمنو خلاف کړنې ترسره کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازي وویل: « په هوکړه کې ښوونځيو ته د نجونو د تګ په تړاو څه نشته خو د دغې هوکړې پر بنسټ، په پام کې وه چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د افغانانو ترمنځ خبرې وشي.»

اخوا د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس په دغه غونډه کې ویلي چې بایډن ټولو ګواښونو له پامه غورځولو سره بې له قیده او شرطه له افغانستانه ځواکونه و ایستل. 

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس، مایکل مک کال په دې اړه وویل: « ولسمشر بایډن ستاسې او د ښاغلي بلېنکن سپارښتنې له پامه و غورځولې او رد یې کړې، او پرېکړه یې وکړه. هغه شرایط هم چې د دوحې په هوکړه کې وضع شوي وو، هغه یې هم له پامه وغورځول او پرته له کوم قید او شرطه له افغانستانه راووت.»

د اوسلو د سولې انسټیټیوټ بیا په یوه راپور کې د دوحې هوکړه، د امریکا بېړني وتل او د دوحې له مذاکراتو د پخواني حکومت لرې ساتل د مخکني نظام د ړنګېدو لامل ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه