Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فایق: له ا.ا سره د نړۍ تعامل د م.م پرېکړه‌لیک عملي کولو پورې اړه لري

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وايي، د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سرپرست حکومت تر منځ د اړیکو ښه کېدل د ملګرو ملتونو د وروستي پرېکړه لیک د مادو په عملي کېدو پورې اړه لري.

نصیر احمد فایق ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندلو شرطونه نه‌دي پوره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې اړیکې او تعامل د دې پرېکړه‌لیک د پلي کولو او د طالبانو ژمنو عملي پر بنسټ پر مخ ځي او دا ډېره مهمه ده، ځکه دا په ډاګه کوي چې نړیواله ټوله طالبانو ته یو څرګند پیغام ولري.»

د هېواد دغه ډېپلوماټ په‌دې باور دی چې د افغانستان سرپرست حکومت باید اړین شرایط پوره کړي، څو په رسمیت وپېژندل شي.»

ښاغلی فایق زیاتوي: «دوی غواړي چې دوی د یوه حکومت په توګه عمل وکړي، خو برعکس تر دې مهاله د افغانانو ټولې غوښتنې یا د نړیوالې ټولنې او سیمې هېوادونو شرایط تر اوسه پورې نه‌دي تر لاسه شوي او دا پرېکړه‌لیک د همدې غوښتنو بیا خپرول دي.»

خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وایي، چې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو بنسټيز شرطونه پوره کړي دي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي: «د رسمیت پېژندلو لپاره اساسي شرایط دا دي چې پلازمېنه یې په لاس کې وي، په ټول هېواد او سرحداتو تسلط ولري، د ولس او هېواد څخه د دفاع کولو توان ولري؛ دا ټول هغه شرایط دي چې اوسنی حکومت یې لري، له دې علاوه دا نور شرایط نه؛ بلکې غوښتنې دي، باید د رسمیت پېژندنې لپاره مانع نه‌شي.»

بل خوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید د نړيوالې ټولنې ځينې غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی محمد متین محمد خیل وايي: «که د اسلام په خلاف نه‌وي، عملي دې کړي، څو نړۍ دوی په رسمیت وپېژني او د خلکو ستونزې ورسره حل شي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد بشار وايي: «د ګاونډیو هېوادونو او نړۍ لپاره د افغانستان اسلامي امارت بل بدیل په‌دې هېواد کې نه‌شته؛ نو دوی مجور دي چې له دوی سره تعامل وکړي، تر څو یې چې په رسمیت نه وي پېژندلي، دغه شرایط د حل لاره نه‌ده.»

د نږدې پنځلسو میاشتو په تېرېدو سره، تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د روسیې، ترکیې، پاکستان، ایران، چین او ځينو نورو هېوادونو په ګډون یو شمېرهېوادونه په کابل کې ډېپلوماټیک فعالیت لري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وایي، چې اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو بنسټيز شرطونه پوره کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه