Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین: م.م سازمان کې ا.ا ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارل کېدل ناقانوني دي

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین د ملګرو ملتونو سازمان کې، اسلامي امارت ته د افغانستان د دایمي څوکۍ د نه‌سپارلو په غبرګون کې وايي چې دغه پرېکړې نا قانوني او ناعادلانه چلند دی.

سهیل شاهین په دې هکله زیاتوي:«دا چي ملګرو ملتونو سازمان بیا دغه څوکۍ اسلامي امارت ته ورنه کړه، موږ د دوی دغه کړنه غیر اصولي، غیرعادلانه او تبعیضي ګڼوو چې د دغه نړۍوال سازمان حیثیت او اعتبار ته زیان رسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګروملتونو د درېیم ځل لپاره د دغې څوکۍ د سپارلو پرېکړه ځنډولې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې، د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره اسلامي امارت ته د دغې چوکۍ له سپارلو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د دایمي استازولۍ په تړاو یې له نصیراحمد فایق او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوري دوه لیکونه ترلاسه کړي دي.

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«افغانستان باید ژر تر ژره خپله څوکۍ ترلاسه کړي؛ خو موږ باید له دې خوښ واوسو چې دم‌ګړۍ څوکۍ ځندول شوې نه ده، د دې لپاره هغه به بیا یوه ستر جنجال و، که‌چېرې دننه په هېواد کې شرایط ښه شي، شونې ده چې دغه څوکۍ ترلاسه کړي.»

خو د افغانستان لپاره په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازولۍ ارزښت څه دی؟

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الرحمن شمال وايي:«لازمه ده چې د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ د جلب لپاره، له ټولو لومړی د افغانستان د حکومت د رسمیت پېژندلې مسئله دې تر لاس لاندې ونیسي؛ چې البته دا کار د افغانستان په اوسني حکومت کې د بدلون راوستل اړین دي.»

د سیاسي چارو بل شنوونکي کامران امان هم وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان څوکۍ د افغانستان لپاره ډېره مهمه څوکۍ وه، دا له نړۍ سره زموږ د اړیکو، نښلوونکې ده چې له بده مرغه دوه نیم کاله کېږي چې موږ له نړۍ څخه بهر یو او دا موږ په یوې جزېره کې واقع کوي.»

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵ زیږیږ کال کې جوړ شو او افغانستان په ۱۹۴۶ زیږیز کال کې د دغه سازمان غړیتوب واخیست.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه