Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې امنیت او ټیکاو مهم دی

د ملګرو ملتونو په ۷۸مې سرمشریزې کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې امنیت او ټيکاو ارزښتناکه او مهم ګڼي.

 سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان باید د ترهګرو پټن‌ځای نه‌وي.

هغه همدا راز غوښتنه وکړه چې د افغانانو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي.

فیصل بن فرحان آل سعود ویلي:«موږ په افغانستان کې د امنیت او ټيکاو پر ارزښت ټينګار کوو او دا چې دغه هېواد باید د ترهګرو ډلو لپاره خوندي پټن‌ځای نه‌وي، موږ د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده‌کړو حقونو ته د درناوي غوښتونکي هم یوو.»

له دې سره سم، د ناروې د نړۍوالې پراختیا وزیرې په افغانستان کې بشري وضعیت او په ځانګړې توګه د هغو نجونو وضعیت چې له زده‌کړو محرومې شوي، خطرناک بولي او وايي، د دې موضوع په تړاو په افغانستان کې له اوسنیو واکمنو سره په تعامل کې دي.

د ناروې د نړۍوالې پراختیا وزیره ان بېت توینیریم وویل:«موږ په افغانستان کې له اوسنیو چارواکو سره تعامل کړی او که دغه تعامل د دې لامل شي چې بد بشري وضعیت په ځانګړې توګه د نجونو وضعیت چې له زده‌کړو لېرې پاتې دي، مرسته وکړي نو زموږ تعامل پر دې هلو ځلو ارزي.»

په دغه غونډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره بیا وايي، د افغانانو د وضعیت ښه کېدو لپاره په ټولیزه توګه هلو ځلو ته اړتیا ده.

رتنو مرسودي زیاتوي چې هېواد یې خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې په دغه هېواد کې د ښځو حقونو ته درناوی کېږي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي څرګندوي:«اندونیزیا په افغانستان کې له افغانانو سره ډېرې مرستې کوي څو ډاډه شي چې په دغه هېواد کې د نجونو او ښځو حقونو په ځانګړې توګه د زده‌کړو حق ته یې درناوی کېږي.»

خو اسلامي امارت وايي، په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي او افغانستان د ترهګرو ډلو پټن‌ځای نه دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«افغانستان یو امن ځای دی او هېڅ خپل‌سرې او بهرنۍ ډله دلته حضور نه‌لري او د افغانستان اسلامي امارت چا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي. په دې هکله د اسلامي امارت دریځ روښانه دی.»

په افغانستان کې د بشري حقونو او ترهګریزو مسایلو په تړاو د نړۍ د مشرانو د اندیښنو سره سم، د روسیې بهرنیو چارو وزیر په یوه بله غونډه کې ویلي، د مسکو فارمټ غونډه به د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ په راتلونکو ۵ ورځو کې  د افغانستان د شتو ستونزو د حل په موخه په کازان کې ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه