د پاکستان د سرحدونو وزیر طلحه محمود وايي، په دې هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د ثبتولو بهیر پیلېږي.
پاکستانۍ رسنیو د دې پاکستاني چارواکي له قوله زیاته کړې، دا بهیر به په پاکستان کې د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ثبت لړۍ تر بشپړېدو پورې دوام وکړي.
نوموړي دا خبرې د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې کړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د عالي شورا غړی اول خان مياخېل وايي: «په پاکستان کې چې کوم ثبت نام شروع دی، په دې کې ټول افغانان ثبت شي. ځکه چې هغوی په مرز کې کاروبار هم کوي، دلته زده کړې هم کوي کوي، له يوه ځايه بل ځای ته ځي؛ نو چې ثبت شي مشکلات به یې حل شي.»
د پاکستان د سرحدي چارو وزير وايي، په پاکستان کې د ثبت شويو افغان کډوالو شمېر يو مېليون او څلور سوه زرو تنو ته رسېږي. بل لوري ته د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسل د افغان کډوالو د ثبت له پروګرامه هرکلی کوي.
په کراچۍ کې د افغانستان کونسول عبدالجبار تخاري وايي: «پاکستاني چارواکو ویلي هغه افغانان چې اسناد نه لري باید کارتونه ورکړل شي. او افغان کمېشنر هم موږ ته همدا یادونه کړې. که همداسې وشي او هغو افغانانو ته کارتونه ورکړل شي، چې اسناد نه لري، د افغان مهاجرینو لپاره به ډېره اسانه وي او دوی به له ځورولو خلاص شي.»
په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان کډوال له پاکستانه غواړي چې د کډوالو د نيولو پر ځای دې د دوی د ثبت او قانوني کېدو لړۍ لا چټکه کړي.
افغان کډوال نظر خوګياڼيوال زیاتوي: «دا ډېر ښه زېری دی د افغانانو لپاره. ځکه چې پاکستان کې په سلګونه زره افغانان اوسېږي او له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي. چې ثبت نام یې وشي؛ نو دوی به هم ازادانه تګ راتګ شروع کړي.»
افغان کډوال مجاهد شينواری وايي: «دلته چې څومره افغان مهاحرین نوي راغلي دي د بېلابېلو مشکلاتو له وجې د هغوی ثبت نام هم باید ژر تر ژره وشي؛ ځکه هغوی هم ډېر مشکل کې دي.»
تر دې مخکې د راپورونو پر بنسټ د پاکستان پولیسو د کراچۍ او سند په ښارونو کې ۱۲۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي، چې دغه کار د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت غبرګون هم له ځان سره درلود.
په دې اړه مو اندونه