Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجاهد: شهرنو کې د «کابل پر هوټل» برید پای ته ورسېد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ سره د کابل په نوي ښار کې پر «کابل هوټل» د برید له پایه خبر ورکوي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې درې بریدګر وژل شوي او د دغه هوټل هېڅ مېلمه ته زیان نه دی رسېدلی.

د اسلامي امارات ویاند په خپله ټوېټر پاڼه همدارنګه لیکلي چې د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرني وګړي ته زیان نه دی رسېدلی، یوازې دوه تنه بهرني مېلمانه هغه مهال ټپيان شوي چې له ودانۍ څخه یې ځانونه راوغورځول.

ورته مهال د ایمرجنسي روغتون په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه روغتون ته د کابل هوټل د برید ۲۱ تنه قربانیان وروړل شوي چې درې تنو یې روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې وه.

نن دوشنبې له غرمې وروسته د کابل په شهرنو کې پر کابل هوټل ډله ییز برید وشوو.

د پېښې یو شاهدانو طلوع نیوز ته ویلي چې په لومړي سره کې د دوو ځواکمنو چاودنو غږ واورېدل شو او وروسته ډزې پیل شوې. شاهدانو همدارنګه ویلي چې په دغه هوټل کې تر ډېره د چین وګړو استوګنه لرله.

د ایمرجنسي روغتون په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه روغتون ته د کابل هوټل د برید ۲۱ تنه قربانیان وروړل شوي چې درې تنو یې روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې وه.

Thumbnail

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ سره د کابل په نوي ښار کې پر «کابل هوټل» د برید له پایه خبر ورکوي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې درې بریدګر وژل شوي او د دغه هوټل هېڅ مېلمه ته زیان نه دی رسېدلی.

د اسلامي امارات ویاند په خپله ټوېټر پاڼه همدارنګه لیکلي چې د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرني وګړي ته زیان نه دی رسېدلی، یوازې دوه تنه بهرني مېلمانه هغه مهال ټپيان شوي چې له ودانۍ څخه یې ځانونه راوغورځول.

ورته مهال د ایمرجنسي روغتون په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه روغتون ته د کابل هوټل د برید ۲۱ تنه قربانیان وروړل شوي چې درې تنو یې روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې وه.

نن دوشنبې له غرمې وروسته د کابل په شهرنو کې پر کابل هوټل ډله ییز برید وشوو.

د پېښې یو شاهدانو طلوع نیوز ته ویلي چې په لومړي سره کې د دوو ځواکمنو چاودنو غږ واورېدل شو او وروسته ډزې پیل شوې. شاهدانو همدارنګه ویلي چې په دغه هوټل کې تر ډېره د چین وګړو استوګنه لرله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه