Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت د ډپيلوماټيکو بنسټونو د امنیت لپاره جدي تابیاوې نیسي

کورنیو چارو وزارت وايي چې د ډپيلوماټیکو بنسټونو د امنیت د تامین لپاره جدي او سختې امنیتي تابیاوې نیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چې هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ډېره مهمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې پر ډیپلوماټيکو بنسټونو بریدونو اندېښنې رامنځته کړې دي.

ښاغلي ټکور وویل:«کورنیو چارو وزارت د تخریبي او ترهګریزو پېښو مخنیوي په موخه د کابل د نورو برخو ترڅنګ په ډیپلوماټیکو سیمو کې هم امنیتي تدابیر زیاتوي، څو په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ پلازمېنه کابل کې پر چیني وګړو برید وشو، چې په پایله کې يې درې تنه ووژل شول او د بهرنیانو په ګډون یو شمېر نور ټپیان شول.

خو پوښتنه دا ده، چې د دې بریدونو موخه څه ده؟

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:«په سیمه کې داسې استخباراتي کړۍ شته دي، چې نه غواړي، د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي، ترڅو ښې اړیکې ونه لري.»

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم  هم څرګنده کړه:«که چېرې طالبان غواړي، چې د دا ډول بریدونو مخنیوی وکړي، نو باید په سیاسي برخه کې له هېوادونو سره په اړیکو کې توازن په پام کې ونیسي.»

که څه هم څه باندې یو کال کېږي، چې اسلامي امارت هېڅ هېواد تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د چین، پاکستان، ازبیکستان، ایران، روسیې او متحده عربی امارتو هېوادونو سفارتونه او د اروپايي ټولنې دفتر او د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان په کابل کې فعال دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه