Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له شپږم ټولګي تازه فارغې شوې نجونې د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښمنې دي

د شپږم ټولګي یو شمېر نجونې زده‌کوونکې چې په تازه توګه یې کلنۍ ازموینه ورکړې، د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه اندېښمنې دي او له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو لپاره منځني ښوونځي او لېسې پرانیزي.

زده‌کوونکې عایشه په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «د شپږم ټولګي زده‌کوونکې یم، غواړم اووم ټولګي ته لاړه شم، خو اجازه نه‌لرم چې اووم ټولګي ته لاړه شم او غواړم چې موږ ته د ښوونځي دروازې پرانیستل شي.»

د عایشې ورور مصور وايي: «زه او خور مې په شپږم ټولګي کې یوو، زه کولای شم اووم ټولګی ولولم، خو خور مې ښوونځي ته نه‌شي تلای، غواړم هغې ته د زده‌کړې زمینه برابره شي.»

د نجونو زده‌کوونکو ځينې کورنۍ وايي، اسلامي امارت باید له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته هم د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د زده‌کوونکې مور مینا ګل وايي: «له حکومت همدا غوښتنه لرم چې ښوونځي یې پر مخ خلاص شي، ځکه ډېره اندېښنه کوي، بې‌چاره‌ګانو ته بېخي رواني ستونزه پیدا شوې ده.»

دلته بیا لسګونه نجونې زده کوونکې د زده کړو د دوام لپاره شخصي کورسونو ته روانې دي.

زده‌کوونکې مرسل وايي: «زه خپله یوه کورس کې زده‌کړې کوم، له نورو نجونو هم چې په کور کې دي، غواړم خپلو درسونو ته دوام ورکړي، که په هر ځای کې وي، باید خپلو درسونو ته دوام ورکړي.»

زده‌کوونکې صدف زیاتوي: «نه غواړم چې د ښوونځي زده‌کوونکې ناهیلي پاتې شي یا پر مخ یې د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې شي.»

د چارو شنونکي پر دې باور دي چې، د نجونو د پاتې ښوونځيو نه پرانېستنه به له نړۍ سره د اسلامي امارت پر تعامل هم منفي اغیز وکړي.

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزایي وايي: «لومړی خو دا مساله د ملت او د افغانستان نویو حاکمانو تر منځ د واټن سبب شوې او باورونه له منځه وړي او دویم دا چې دا کولای شي له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان نویو حاکمانو اړیکه لاینحل پرېږدي.»

اسلامي امارت تر دې مخکې په ټينګار سره ویلي چې، د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او د شریعت په چوکاټ کې د مناسبو شرایطو په برابرېدو سره به د نجونو پاتې ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانېستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه