يو شمېر زدهکوونکي او د ښوونیزو مرکزونو مسوولان وايي، وروسته له هغه چې د ښځينه زدهکړیالانو پر مخ پوهنتونونه وتړل شول، نجونې د ښوونيزو مرکزونو له تګه هم منع شوې دي.
د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو مسوولان زیاتوي، سرپرست حکومت دوی ته امر کړی چې له دولس کلونو پورته نجونو ته دې مرکزونو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
زدهکوونکې نجما وايي: «لومړی موږ ته د کورنۍ له لوري اجازه نه راکول کېده، په ډېرې سختۍ مو له کورنۍ اجازه واخیستله، خو اوس طالب راته وايي، درس مه لولئ، ایا دا له موږ سره ښېګڼه ده، حکومت وايي، موږ له تاسو سره ښېګنه کوو، څه ښېګڼه کوئ، له موږ سره مو څه کړي؟»
یوه بله زدهکوونکې وايي: «د افغانستان نجونې یې په بشپړ ډول حذف کړې، که وايي، څوک حجاب نهکوي، ټولې نجونې حجاب کوي، ویل یې ماسک واغوندئ، ماسک مو هم واغوسته، نور څه کار وکړو، که راته ووايي، چادري واغوندئ، چادري هم پر سر کوو.»
زدهکوونکي وايي، وروسته له هغه چې ښوونځي د دوی پر مخ وتړل شول، دوی ښوونیزو مرکزونو ته تلل، خو اوس د ښوونیزو مرکزونو دروازې هم د دوی پر مخ وتړل شوې.
زده کوونکې فهیمه وايي: «موږ غواړو یوازې غواړو زموږ کورسونه بېرته پرانیزي، اجازه راکړي چې درسونه ولول، له کورسونو پرته موږ بله لار نهلرو، ځکه ښوونځي تړلي دي.»
یوه بله زدهکوونکې وايي: «باید زموږ حق راکړل شي، نن کورس ته راغلو، راته یې وویل چې سر له سبا کور ته نهشئ راتلی، ولې؟»
بلخوا، د یو شمېر خصوصي کورسونو څښتنان له زدهکړو د نجونو محرومیت د هېوادوالو له بنسټيزو حقونو سره په ټکر کې ګڼي.
د یوه کورس مسوول ابراهیم ارشادي وايي: «موږ ته یې ویلي وو، هر کورس چې له دولس کلنې زدهکوونکې لري، د هغوی لېسټونه مو اخیستونه اخیستي دي.»
په کابل کې د یوه کورس مسوول حسیبالله زیاتوي: «د ښوونیزو مرکزونو ټولو مسوولانو ته یې ګواښ کړی چې که بل ځل تکرار شي، جدي چلند به ورسره وشي او ښځینه هېڅ زدهکړیاله، متعلم او زدهکوونکې حق نهلري چې په هېڅ کورس کې په رسمي ډول خپلو درسونو ته دوام ورکړي.»
ورته مهال یو شمېر کورنۍ وایي، چې د خپلو لوڼو راتلونکي ته اندېښمنې دي.
د کابل اوسېدونکی مامور اغا وايي: «لور مې فکر کوي، پلار یې اتل دی، ورته مې وویل چې لورې زما له لاسه څه نه کېږي، له اسلامي امارت غواړو چې د دوی ښوونځي او مدرسې پرانیزي.»
د کابل اوسېدونکی محمد عارف وايي: «زموږ اولادونه به په راتلونکې کې څه کوي، له دوی به څه جوړېږي؟»
تر اوسه اسلامي امارت په رسمي ډول پهدې اړه څه نهدي ویلي.
تر دې وړاندې د نجونې د منځنۍ او لیسې دورې ښوونځي تړل شوي دي او څلور سوو شپېته ورځې کیږي، چې سرپرست حکومت د دغو ښوونځيو د پرانېستلو په تړاو پرېکړه نه ده کړې او ویلي یې دي، چې د ښوونځيو د پرانېستلولپاره د طرحې پر وروستۍ کېدو کار روان دی.
په دې اړه مو اندونه