Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره د کانونو وزارت د سرپرست هیله مني

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور هیله څرګندوي چې د راتلوونکي لمریز کال له پیل سره به پوهنتونونو او ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د سرپرست حکومت د کابینې دغه غړی همدارنګه وايي چې زده کوونکې او زده کړیالانې د اسلامي حجاب له رعایت وروسته به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې حضور پیدا کړي.
                
دلاور طلوع نیوز ته وویل:«تر حمل میاشت پورې به ان شاالله داسې یو تصمیم ونیول شي چې به له شریعت سره هم مطابق وي او له افغانیه عنعناتو سره به هم مطابق یي هم په پاره دې لېسو کې او په ابتداییو کې او هم د پوهنتون په باره کې.» 

بل خوا، یو شمېر محصلانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر تړل کېدو نیوکه کوي او وایي، چې باید پوهنتونونه ژر تر ژره د هغوی پرمخ پرانیستل شي.
 
محصله پروین اقبالي وايي:«زه د کابل پوهنتون د ژونالیزم او اړیکو د څانګې محصله یم. دغې پرېکړې موږ حیران کړي یوو.»
                           
محصل عبدالله هم وویل:«بیاځلې دې د زده کړیالانو پر مخ د پوهنتون دروازې پرانیزي چې دوی وکړای شي خپلو تحصیلي هیلو ته ورسېږي.»

له دې سره هم مهاله، یو شمېر استادان له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

د پوهنتون استاد خواني همت طلوع نیوز ته څرګنده کړه:«هغه څه چې وروسته د افغانستان د خلکو، لوېدیځو هېوادونو او اروپايي هېوادونو ته پېښږي ډېر خطرناک دي او د کډوالۍ نوې څپه به زیاته کړې.» 

د پوهنتون بل استاد مصطفی هم وویل:«ښځې او همدارنګه نجونې اړتیا لري د افغانستان له دولتي چارواکو غواړو چې ښوونځي او پوهنتونونه د دغه نسل پر مخ بیاخلې پرانیزي.»

یوه اوونۍ وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره د نجونو پر مخ په پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وځنډولې. دغه پرېکړه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

یو شمېر محصلانو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو پر تړل کېدو نیوکه کوي او وایي، چې باید پوهنتونونه ژر تر ژره د هغوی پرمخ پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه