په پاکستان کې ځينې افغانان د خپلو ویزو د نه تمدېدو له امله اندېښمن کوي.
دوی وايي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې او اوس له ستونزو سره مخ دي.
په پاکستان کې افغان وګړی شاکر سنګي وايي:«هغه کسان چې د ویزو وخت یې پای ته رسېدلی له بده مرغه باید ۴۰۰ ډالره جریمه ورکړي او دا په پاکستان کې د افغان وګړو یوه له اندېښنو ده.»
خبریال رفیع الله نیکزاد هم په دې هکله څرګندوي:«افغان خبریالان د دې ترڅنګ چې په پاکستان کې په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي له بده مرغه چې د ویزو وخت یې هم پای ته رسېدلی او میاشتې کېږي د ویزو د تمدید لپاره اقدام یې کړی؛ خو د پاکستان حکومت هغوی ته ویزې نه دي ورکړي.»
له دې سره هم مهاله د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د وېزې د اخیستو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له بهرنیو چارو وزارته غواړي چې دغه ستونزه له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.
د کابل اوسېدونکی لیلما وايي:«له اسلامي امارته غواړو چې د ډپيلوماسۍ له لارې دغه موضوع له اسلامي جمهوري هېواد سره مطرح کړي چې د ویزې په برخه کې زموږ هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته شي او وکړای شي په اسانۍ سره لاسرسۍ پیدا کړي او ویزه واخلي.»
د کابل بل اوسېدونکي لالاګل هم وویل:«د ویزې په خاطر راغلي یوو، موږ غواړو چې موږ ته ویزې راکړي ناروغ یم پاکستان ته ځم د درملنې لپاره چې درمل واخلم. موږ هره ورځ دلته راځوو دلته درېږوو له هغوی سره خبرې وکړو او بېرته ځوو.»
د کابل یوه اوسېدونکې څرګندوي:«د دې سربېره چې له پاکستانه موږ ته بلنلیک راغلی، خو دا چې سفارت ته ځوو سفارت تړلی دی هېڅ خبرې نه کوي او دننه اجازه نه ورکوي.»
بل خوا، د پاکستان ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی، چې د پاکستان یوه څارنوال ویلي دي، چې هغه افغانان باید په زور ونه ایستل شي، چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په هڅه کې دي.
اوس مهال په افغانستان کې پاکستان، ترکیه او د ګوتو په شمېر څو نور هېوادونه کونسلي خدمتونه وړاندې کوي.
په دې اړه مو اندونه