Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بد وضعیت دوام

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت کونسل عبدالجبار تخاري وايي، په وروستیو ۱۵ ورځو کې له ۹۰۰ ډېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

ښاغلي تخاري همداراز د پاکستان له بندخونو د افغان کډوالو پر خوشي کېدو ټینګار کوي.

عبدالجبار تخاري طلوع‌نیوز ته وویل:«د پاکستان د پولیسو له لوري د افغانانو نیولو پروسه روان ده او تر اوسه پورې له ۹۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي، خو د سفارت او کونسلګرۍ په هڅو له ۲۰۰ ډېر افغان کډوال بېرته خوشي شوي دي.»

ښاغلي تخاري له پاکستاني چارواکو غوښتي چې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال ونه نیسي.

ورته مهال یو شمېر افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي وايي، په ډېر بد وضعیت کې شتون لري او له سرپرست حکومته غواړي، چې د خوشي کېدو لپاره يې هڅه وکړي.

دغه افغان کډوال زیاتوي، له دوه میاشتو ډېره موده کېږي، چې بندیان دي، خو تر اوسه يې وضعیت ته رسېدنه نه ده شوې.

د پاکستان په زندان کې بندي افغان غفار وايي:«د پاکستان په زندانونو کې له موږ سره ډېر بد وضعیت روان دی او د پاکستان پولیس له موږ سره بد چلند او ډېر ظلم کوي.»

د پاکستان په زندان کې بل بندي افغان هم څرګنده کړه:«موږ سره دلته ډېر ظلم کېږي او ډېر وخت کېږي، چې دلته د پاکستان په زندانونو کې بندیان یوو او له اسلامي امارت غواړو، چې موږ له زندانونو خوشي کړي.»

بل خوا د پاکستان لنډمهاله حکومت په یوې خبرپاڼه کې د خیبرپښتونخوا ایالت له چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو له نیولو او ځورولو ډډه وکړي.

په پاکستان کې ځیني د کډوالو د حقونو فعالان وايي، د افغان کډوالو نیونه باید بنده او وضعیت ته يې رسېدنه وشي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو فعال صدیق الله وویل:«افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو له لوري ډېر ځورول کېږي او بد چلند ورسره کېږي او پیسې ورڅخه اخلي.»

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د کونسل د اطلاعاتو پر بنسټ، په وروستۍ یوه میاشت کې له ۱۰۰زرو څخه ډېر افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي او دا لړۍ دوام لري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه